د ایران او امریکا ترمنځ د لنډمهاله اوربند له پیل د یوې ورځې په تېرېدو، لا هم د جګړې درېدو او اوربند نقض په اړه اندېښنې موجودې دي. د هرمز تنګي پرانیستو په اړه هم ابهام موجود دی؛ سپینه ماڼۍ وايي چې لاره خلاصه ده، خو د ایران دولتي رسنۍ لا هم د دې تنګي د تړلي پاتې کېدو خبره کوي.
د اوربند له لومړیو ساعتونو، اسراییلو پر لبنان بریدونو ته زور ورکړی؛ هغه بریدونه چې له امله یې څه باندې ۲۵۰ کسانو ژوند بایللی او نږدې زر تنه نور ټپیان شوي دي او د لبنان حکومت نن ورځ ملي ماتم اعلان کړی دی. د آکسیوس خبریال هم ادعا کړې چې بنیامین نتانیاهو د ډونالډ ټرمپ په شین څراغ، له اوربند وروسته پر لبنان بریدونو ته زور ورکړی دی.
د دغو اقداماتو په غبرګون کې، د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف، د اوربند طرحې له درېیو مادو سرغړونو ته په اشارې، دا هوکړه تر پوښتنې لاندې راوستې ده. هغه ویلي، که دا لړۍ دوام وکړي، نه به اوربند مانا ولري او نه به هم خبرې اترې.
محمدباقر قالیباف پر خپله ایکسپاڼه زیاته کړې: «د سمدستي اوربند نه پلي کېدل، په ځانګړي ډول پر لبنان د اسراییل بریدونه، د ایران هوایي حریم ته د بېپیلوټه الوتکې ننوتل او د غنيسازۍ حق نه منل، د متحده ایالاتو له لوري د ژمنو د نقض مهمې بېلګې دي.»
اخوا بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مرستیال جيډي ونس، ټینګار کړی، چې لبنان د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند برخه نه ده. ټرمپ په دې اړه زیاته کړې: «د حزبالله د شتون له امله، هغوی د دې تړون برخه نه وو. هغه موضوع به هم وڅېړل شي؛ هر څه سم دي.»
د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس بیا لبنان کې د اوربند په اړه ویلي: «امریکا هېڅکله ژمنه نه وه کړې چې لبنان به په اوربند کې شامل وي، که څه هم ایراني چارواکو داسې برداشت کړی. که ایران وغواړي د لبنان د موضوع له امله خبرې ناکامې شي، دا د هغوی خپله پرېکړه ده.»
په ورته وخت کې پر لبنان د اسراییلو له بریدونو سره سم، په نړیواله کچه هم اندېښنې د زیاتېدو په حال کې دي. ملګرو ملتونو، اسټرالیا، بلجیم او یو شمېر نورو هېوادونو د لبنان پر وړاندې د اسراییل بریدونه د اوربند لپاره جدي ګواښ بللي او ټینګار یې کړی چې لبنان هم باید په دې تړون کې شامل شي. د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم د امریکا او ایران له ولسمشرانو سره په ټلیفوني اړیکه کې په ټولو جبهاتو، په ځانګړي ډول لبنان، کې د اوربند پر بشپړ رعایت ټینګار کړی دی.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په دې اړه زیاته کړې: «هیله لرم چې دا اوربند د ښکېلو لورو له خوا، د لبنان په ګډون په ټولو جبهاتو کې په بشپړه توګه رعایت شي. دا د یوه باوري او دوامدار اوربند لپاره اړین شرط دی.»
اوس چې د اوربند له هوکړې نږدې دوې ورځې تېرېږي او اسلامآباد کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لپاره یوه ورځ پاتې ده، خو د تېرو ۲۴ ساعتونو بدلونونه ښيي چې دا اوربند د تمې خلاف ډېر نازک دی.
