پر ټرمپ نیوکې؛ د ۴۸ کلن سیاسي کړکېچ احتمالي پای

پر ټرمپ نیوکې؛ د ۴۸ کلن سیاسي کړکېچ احتمالي پای

ایران او امریکا له ۴۸ کلن سیاسي او پوځي کړکېچ وروسته، بالاخره یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې پوځي عملیات په سمدستي توګه درول کېږي. دواړو لورو ژمنه کړې چې له هر ډول برید، ګواښ او یا د زور له کارولو به ډډه کوي.
دغه ۱۴ ماده‌ییز هوکړه‌لیک، چې د دواړو هېوادونو د مشرانو له لوري په غیرحضوري ډول لاسلیک شو، د دواړو هېوادونو د اړیکو په تاریخ کې یو مهم پړاو بلل کېږي.
یو شمېر شنونکي وایي چې دا تفاهم‌لیک د امریکا لپاره یو شاتګ او ان سټراټیژیکه ماتې ګڼل کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه سند د لاسلیک پر مهال خبرداری ورکړی چې که تهران له خپلو ژمنو سرغړونه وکړي، د امریکا پوځي بریدونه به بېرته پیل شي.
«که ایران له تړون سرغړونه وکړي، موږ به یې بیا بمبار کړو، خو هیله لرم چې هغوی په خپلو ژمنو ودرېږي. هیله لرم چې د راتلونکو ۶۰ ورځو په موده کې دایمي تړون ته د رسېدو لپاره خبرې اترې په منځني ختیځ کې سولې او د نفتو د بیو د راټیټېدو لامل شي».

په ورته وخت کې، د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې (G7) مشرانو له دغه تړون هرکلی کړی او هغه یې د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کابو کولو لپاره یو مهم ګام بللی دی.
تهران، چې د واشنګټن پر وړاندې جګړه کې ځان ګټونکی بولي، دغه تړون ته خوشبیني ښودلې. د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف، چې د تهران د مذاکره کوونکي پلاوي مشري پر غاړه لري، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له امریکا سره د دغه هوکړه‌لیک لاسلیکول د پوځي مقابلې پرتله ډېره ستره بریا ده او ټینګار یې کړی چې ډیپلوماسي او خبرې اترې، د پوځي ځواک ترڅنګ، د اسلامي جمهوریت د سټراټیژۍ یوه برخه ده. هغه زیاته کړې، چې ایران د دفاعي چمتووالي له ساتلو سره سره، د ملي ګټو د ټینګښت لپاره د خبرو اترو له لارې کار اخیستی او له همدې لارې یې مهمې لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي.
«هغه څه چې موږ غوښتل له پوځي لارې یې ترلاسه کړو، د خبرو اترو له لارې مو څو برابره ترلاسه کړل او دا هېڅ د پرتلې وړ نه وو. هره جګړه کېدای شي بریاوې ولري، خو که دغه بریاوې په پای کې په یوه حقوقي او سیاسي سند بدلې نه شي او ثبت نه شي، هېڅ ګټه نه لري».

مطالب بیشتر:  د ټرمپ دولت امریکا ته د لسګونه هېوادونو د اوسېدونکو پر سفر محدودیتونه ارزوي

د دغه سند لاسلیک له پراخو مخالفتونو سره هم مخ شوی دی. یو شمېر هېوادونو دا د سیمې د سولې لپاره مهم بللی، خو ځینو پخوانیو امریکایي چارواکو دغه سند د واشنګټن لپاره سټراټیژیکه ماتې بللې ده.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیرې نیکي هیلي په خپل غبرګون کې ویل:«دا یوه لویه تېروتنه ده چې د هغه ګواښ د بیا جوړولو لپاره پیسې ورکړو چې تازه مو له منځه وړی دی. د ایران د حکومت پر اټومي او توغندیزو تاسیساتو برید سم اقدام و. دغه حکومت د امریکا پر ضد د مرګ شعارونه ورکوي، زموږ ځواکونه وژني او هڅه یې کړې چې امریکایان د امریکا په خاوره کې ترور کړي. اوس به میلیاردونه ډالر ازاد او بندیزونه به لرې شي».

د هرمز تنګي په ګډون، د ۳۰ ورځو په موده کې د بېړیو پرمخ د لارو بېرته پرانیستل، د امریکا له لوري د سمندري کلابندۍ پای ته رسول، ایران ته له نږدې سیمو د امریکایي ځواکونو وتل، د ایران د اقتصاد بیا رغونه او پراختیا، او په تدریجي توګه د ټولو بندیزونو لغوه کول د دغه تړون له مهمو مادو بلل شوي دي.
د دغه هوکړه‌لیک په لاسلیک سره، تهران او واشنګټن د خپلو ترینګلو اړیکو نوي پړاو ته دننه شوي دي؛ هغه پړاو چې کولای شي د شخړو پر ځای پراخو او رغنده مذاکراتو ته لار پرانیزي.
خو له دې سره سره، د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلافات او بې‌باورۍ لا هم پر خپل ځای پاتې دي. د دغه تړون دوام به د دواړو هېوادونو له لوري د ژمنو په عملي کېدو پورې تړلی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *