واشنګټن ته د تهران خبرداری؛ زموږ ځواکونه مو ځمکني برید ته شېبې شماري

واشنګټن ته د تهران خبرداری؛ زموږ ځواکونه مو ځمکني برید ته شېبې شماري

وروستیو ورځو کې امریکا ایران ته ګواښ کړی، چې که واشنګټن سره هوکړې ته ونه رسېږي، نو پر تهران به ځمکنی برید وکړي. د امریکا د دې ګواښ په غبرګون کې ایراني چارواکو ویلي چې د هر ډول تېري  په وړاندې به مقاومت وکړي او د ځمکنۍ جګړې لپاره یې هم چمتووالی ښودلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، فایننشیل ټایمز سره مرکه کې ویلي، هوډ لري د ایران پر نفي زېرمو ولکه ټینګه کړي او ټینګار یې کړی، چې ښایي په «خارک» جزیره کې د ایران نفي زېرمې لاندې کړي. هغه همدارنګه ویلي، چې ایران سره یې په غیر مستقیمو خبرو کې ښه پرمختګ کړی دی.

ډونالډ ټرامپ په دې مرکه کې زیاته کړې: «زه غواړم د ایران تېل په خپل واک کې واخلم او امکان لري د ایران د نفتو اصلي ځای خارک جزیره تر خپل کنټرول لاندې راولم . د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیمې خبرې د پاکستاني استازو له لارې په ښه توګه پرمخ ځي. ډېر ژر به د ایران سره هوکړې ته ورسېږو.»

ټرمپ داسې مهال د ایران او امریکا ترمنځ په غیر مستقیمو خبرو اترو کې د پرمختګ خبره کوي، چې تېره ورځ د پاکستان په کوربه‌توب د مصر، سعودي عربستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران را ټول او په منځني ختیځ کې یې د روان کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې.

ډونالډ ټرمپ د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې، چې له هرمز تنګي د پاکستان بیرغ لاندې د تېلو وړونکو بېړیو شمېر دوه برابره شوی او په خبره یې، دا مهال د تېرېدونکو بېړیو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی .

مطالب بیشتر:  د انډیپنډنټ خبرداری: د ایران جګړې له امله د بیو لوړېدو اصلي څپه لا هم د برېټانیا بازارونو ته نه ده رسېدلې

د ټرمپ د دې څرګندونو په غبرګون کې د ایران د پارلمان مشر، محمدباقر قالیباف ویلی، کوم خبرونه چې د بازار له پرانیستو مخکې خپرېږي، ډېری مهال یوازې د ځینو کسانو د ګټو لپاره پلمې وي او ټینګار یې کړی، چې بازار د دې تبلیغاتو برعکس وي. هغه سپارښتنه کړې، چې که بیه لوړه شي، نو معامله په ټیټه او که ټیټه شي، نو برعکس یې معامله وکړئ.

قالیباف همدارنګه زیاته کړې چې د امریکا حکومت په ښکاره د خبرو پیغامونه استوي، خو په پټه د ځمکني برید پلان جوړوي. هغه خبرداری یې ورکړی چې ایراني سرتېري د امریکایي سرتېرو ځمکني برید ته په تمه دي.

د ایران د پارلمان مشر د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې: «دښمن ښکاره د خبرو او مذاکرې پیغامونه استوي، خو په پټه د ځمکني برید لپاره پلان جوړوي. زموږ سرتېري د امریکایي پوځیانو  میدان ته د ننوتلو انتظار کوي، ترڅو هغوی وسوځوي . موږ ډاډمن یو چې کولی  شو امریکا ته سزا ورکړو او خپل مشروع حقونه په قاطع ډول خوندي کړو.»

په داسې حال کې چې د امریکا د ځمکنۍ جګړې د امکان په اړه اټکلونه زیات شوي، نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې سلګونه امریکایي ځانګړي ځواکونه منځني ختیځ ته رسېدلي. له دې سره هم‌مهاله داسې راپورنه هم ورکړل شوي، چې اوس مهال منځني ختیځ کې ۵۰ زره امریکايي سرتېري شتون لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *