د تهران او واشنګټن ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په دوام، په منځني ختیځ کې د امریکایي پوځ مرکزي قومندانۍ اعلان کړی، چې د ایران پر وړاندې به سمندري کلابندۍ ته دوام ورکړي او په خبره یې، تر دې دمه یې لګسونه بېړۍ خپلو اصلي بندرونو ته ګرځولې دي.
سنټکام زیاته کړې، چې د کلابندۍ له پیله تر دې دمه یې، ۳۱ بېړیو ته امر کړی، څو بېرته خپلو اصلي بندرونو ته ستنې شي. د دې قومندانۍ په وینا، دغو بېړیو د نړۍوال بازار لپاره میلیونونه بېلره تېل لېږدول.
د امریکاي مرکزي قومندانۍ دې اقداماتو د ایراني چارواکو توند غبرګونونه راپارولي دي. ایراني چارواکي د سمندري کلابندۍ دوام د اوربند ښکاره نقض بولي او په خبره یې، هر ډول سمندري ګواښ ته به پرېکنده ځواب ورکړي.
د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف، ویلي چې اوربند هله مانا پیدا کوي، چې سمندري کلابندۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.
محمدباقر قالیباف زیاته کړې: «د اوربند له ښکاره نقض سره، د هرمز تنګي بیا پرانیستل ممکن نه دي. د ایران دښمنان په جګړه کې خپلو موخو ته نه دي رسېدلي او د سیاسي فشار له لارې به هم دې هدف ته ونه رسېږي. یوازینۍ لار د ایران د ملت د حقونو په رسمیت پېژندل دي. ریښتینی اوربند هغه وخت رامنځته کېږي چې صهیونیستي رژیم په ټولو جبهاتو کې جګړهپالنه پای ته ورسوي.»
په همدې حال، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې تهران لا هم د خبرو اترو له لارې، یوې هوکړې ته د رسېدو هرکلی کوي، خو پر ژمنو نه عمل، کلابندي او ګواښونه یې د خبرو پر وړاندې اساسي خنډونه بللي دي.
مسعود پزشکیان ویلي: «تهران تل د خبرو له لارې هوکړې ته د رسېدو هرکلی کړی او دا دریځ لا هم پر ځای دی؛ خو پر ژمنو نه عمل، کلابندي او ګواښونه د رښتینو خبرو اترو پر وړاندې اساسي خنډونه دي.»
د امریکا ولسمشر، چې ایران سره یې په یو اړخیز ډول د اوربند غېځدو پرېکړه کړې، تل یې په جګړه کې د بریا ادعاوې کړې دي. ټرمپ داسې مهال دا ډول ادعاوې کوي، چې تازه د دغه هېواد د سمندري ځواک وزیر له خپلې دندې استعفا کړې ده.
د ایران پر وړاندې د امریکا د سمندري کلابندۍ او پوځي فشارونو له دوام سره سم، په سیاسي او ډیپلوماټیکه کچه هم تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی. په داسې شرایطو کې، د تهران او واشنګټن متقابل دریځونه د اوربند ټینګښت او د خبرو اترو له لارې هوکړې ته رسېدل ستونزمنوي.
