هرمز تنګی؛ د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلافاتو اصلي محور

هرمز تنګی؛ د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلافاتو اصلي محور

د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه د ایران د ملي امنیت عالي شورا د شپږو شرطونو له اعلان وروسته، چې پکې له امریکایي لوري د غرامت غوښتنه هم شامل وه، اوس د امریکا ولسمشر د دې غوښتنې په غبرګون کې ویلي چې واشنګټن له تهران د امریکایي سرتېرو د وژلو او ایراني اعتراص کوونکو د وژلو غرامت غواړي.
ډونالډ ټرمپ پر خپله سوشال تروث شبکه کې لیکلي، چې خپلو استازو ته یې امر کړی څو دا موضوع په راتلونکو مذاکراتو کې له ایراني لوري سره په جدي توګه مطرح او تعقیب کړي.
د امریکا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې: «زه وینم چې د ایران اسلامي جمهوریت استازي د هغو زیانونو په بدل کې د غرامت غوښتنه کوي چې په تېرو پنځو میاشتو کې د پوځي شخړې پر مهال ورته اوښتي دي. زه هم اوس له ایران څخه د هغو ټولو کسانو په بدل کې د غرامت غوښتنه کوم چې د سړک غاړې بمونو او ګڼو بریدونو له لارې وژل شوي او یا سخت ټپیان شوي دي؛ هغه بریدونه چې دوی پرې شهرت لري او پخوا د جنرال سلیماني تر مشرۍ لاندې ترسره کېدل.»
په ورته وخت کې، دونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره خبرو کې ادعا کړې، چې د امریکا سمندري ځواکونو هرمز تنګی له مایونونو پاک کړی دی او دا مهال یوازې د دوی په خوښه بېړیو ته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي.
د ټرمپ له دې څرګندونو سره هم‌مهاله، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، له خپل آلماني سیال یوهان واده فول سره ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې په هرمز تنګي کې ناامني د امریکا د سمندري محاصرې پایله ده.
سید عباس عراقچي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «پر هرمز تنګي تپل شوې ناامني یوازې د امریکا او اسراییلو له لوري پر ایران د پوځي تېري له امله رامنځته شوې ده او نړۍ باید د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله د رامنځته شوو امنیتي او اقتصادي پایلو په خاطر د امریکا له حاکمې ادارې حساب وغواړي.»
اخوا بیا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، پر ایران د بنډیزونو په اړه د امریکا د خزانې وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې واشنګټن بنډیزونه د سیاست او عقلانیت بدیل ګرځولي او هر کله چې په ډیپلوماسۍ کې ناکام شي، نو بیا بنډیزونو ته مخه کړي.
اسماعیل بقایي زیاته کړې: «واشنګټن هر کله چې ځان د ډیپلوماسۍ د پرمخ بېولو په برخه کې بې‌وسه وویني، بنډیزونو ته پناه وړي؛ او کله چې بندیزونه پایله ورنه کړي، یوازې یې کچه لوړوي.»

مطالب بیشتر:  په دویمه ولسمشرۍ کې د ټرمپ د محبوبیت کچه غورځېدلې

دا په داسې حال کې ده چې د هرمز تنګي پر سر د امریکا او ایران ترمنځ اختلافات لا هم پر ځای دي، تازه د ایران پارلمان د کورنیو چارو کمیسیون، پرېکړه کړې، چې له هرمز تنګي د امریکا او اسراییلو په ګډون، د ټولو دښمنو هېوادونو د تجهیزاتو لېږد رالېږد منع دی.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *