هرمز تنګي کې د بندو بېړیو خلاصون په اړه د ټرمپ طرحې ته د تهران توند غبرګون

هرمز تنګي کې د بندو بېړیو خلاصون په اړه د ټرمپ طرحې ته د تهران توند غبرګون

د تهران او واشنګټن ترمنځ د لفظي ترینګلتیاوو په اوج کې، ډونالډ ټرمپ ویلي چې هرمز تنګي کې د بند پاتې بېړیو د خلاصون لپاره د عملیاتو له پیل خبر ورکړی دی. هغه دا اقدام «بشري هڅه» بللې او موخه یې له هغو هېوادونو سره مرسته ده، کوم چې په روانه شخړه کې مستقیم رول نه لري. د امریکا ولسمشر همداراز خبرداری ورکړی چې د دې پلان د پلي کېدو پر وړاندې هر ډول خنډ به د واشنګټن له جدي غبرګون سره مخ شي.

ډونالډ ټرمپ د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې: «موخه دا ده چې په هرمز تنګي کې بندې بېړۍ خوندي سیمو ته بدرګه کړو. دا هڅه بشري بڼه لري او ډېری بېړۍ چې په دې سوداګریز مسیر کې بندې پاتې دي، له روانې جګړې سره هېڅ تړاو نه لري. د امریکا سمندري ځواک به د دې بېړیو د خوندي وتلو مسوولیت پر غاړه ولري.»

د امریکا ولسمشر همداراز ټینګار کړی چې د واشنګټن استازي له تهران سره «ډېرې مثبتې خبرې» لري او دا خبرې ښايي د ټولو لورو لپاره مثبتې پایلې ولري.

ټرمپ داسې مهال تهران سره په خبرو کې د پرمختګ خبره کوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ډار له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ټلیفوني اړیکه کې د رغنده تعامل پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې خبرې او ډیپلوماسي د اختلافاتو د سوله‌ییز حل یوازینۍ اغېزمنه لاره ده.

اخوا بیا ایران د امریکا د دې تحرکاتو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې د هرمز تنګي په مدیریت کې د امریکا هر ډول لاس‌وهنه له اوربنده سرغړونه ګڼل کېږي او جدي پایلې به ولري.

مطالب بیشتر:  د ایران – اسراییل جګړې ته ځغلنده کتنه؛ د امریکا ضرب‌الاجل او د ملګرو ملتونو هڅې

د ایران پارلمان د ملي امنیت کمیسیون رییس ابراهیم عزیزي په دې اړه زیاته کړې: «د هرمز تنګي په نوي سمندري رژیم کې د امریکا هر ډول لاسوهنه به له اوربنده سرغړونه وي. هرمز تنکی او فارس خلیج د ټرمپ په بې‌بنسټه څرګندونه نه مدیریت کېږي.»

په ورته وخت کې  د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قومندانۍ اعلان کړی چې د هرمز تنګي امنیت د ایران د وسله‌والو ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او هر ډول تګ راتګ باید د هغوی په همغږۍ ترسره شي.

دې قومندانۍ بهرنیو ځواکونو، په ځانګړي ډول امریکا ته خبرداری ورکړی چې هر ډول «ګواښوونکی اقدام یا له همغږۍ پرته ننوتل» به له سخت غبرګون سره مخ شي.

د ټرمپ نوی پلان چې هرمز تنګي کې د بندو بېړیو د ملاتړ لپاره وړاندې شوی، له کورنیو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی. پخواني امریکایي ډیپلوماټ آرون ډیوېډ میلر د دې پلان د عملي کېدو په اړه شک څرګند کړی او خبرداری یې ورکړی چې د بېړیو د لارښوونې لپاره باید امریکایي جنګي بېړۍ هرمز تنګي ته دننه شي؛ هغه اقدام چې هغوی د ایران د احتمالي بریدونو، بې‌پیلوټه الوتکو او سمندري ماینونو له ګواښ سره مخ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *