کابل؛ افاق خبري اژانس: د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو جګړې د نړۍ په هر ګوټ کې د هېوادونو پر اقتصاد فشار زیات کړی او نړیوال بازارونه یې اغېزمن کړي دي. هغه ټینګار کړی، چې اوربند کولای شي تر یو حده نړیوال مالي بحران کم کړي.
فیدان خبرداری ورکړي، چې د جګړې پایلې او د حل لارې نشتون هره ورځ د ډېری هېوادونو لپاره ستونزې زېږوي او ویجاړونکې اغېزې رامنځته کوي. هغه د ایران او امریکا ترمنځ هوکړې ته هیلهمندي ښودلې، او زیاته کړې یې ده چې ترکیه هم په دې برخه کې خپله هڅه کوي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر، د کړکېچ له دوام سره سره، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو خبر ورکړی، او زیاته کړې یې ده چې په اړه یې د قطر له لومړي وزیر سره هم خبرې کړې دي.
نوموړي له ایران سره د شخړو د حل لپاره د چوکاټ په اړه هم ویلي، د تهران اټومي پروګرام پورې اړوند مسلې د امریکا او ملګرو ملتونو په چوکاټ کې حل کېدای شي؛ خو ایران پورې اړوند نورې سیمهییزې مسلې باید د سیمې د هېوادونو لخوا په مستقیم ډول حل شي، نه له سیمې بهر هېوادونو سره.
