د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیالې کامالا هریس په میشیګان ایالت کې د ډیموکراټو ښځو د کمېټې په کلنۍ مېلمستیا کې د ډونالډ ټرمپ پر بهرنۍ تګلاره سختې نیوکې کړې او د ایران پر وړاندې جګړه یې غیر ضروري بللې ده.
نوموړې د دې جګړې لاملونو ته په اشارې زیاته کړې، چې د ټرمپ دا اقدام له ځینو کورنیو ستونزو د عامه افکارو د اړولو هڅه وه، او ټینګار یې کړی چې دا جګړه د امریکا د خلکو له غوښتنو سره برابره نه وه. هریس همداراز د بنیامین نتانیاهو رول ته په اشارې ویلي، چې ټرمپ «د اسراییلو د لومړي وزیر تر اغېز لاندې» دې جګړې ته راکش کړل شو.
د جوبایډن مرستیالې د سون توکو بیو لوړوالی د دې جګړې پایله او د ټرمپ اداره یې بېکفایته بللې ده. د هغې په خبره، د ټرمپ دې تګلارې د امریکا نړۍوال دریځ ته سخت زیان رسولی دی.
هریس همداراز په پراخه کچه د پوځي ځواک پر کارولو هم نیوکه کړې او په بهرنۍ تګلاره کې یې د ډیپلوماسۍ او نرم ځواک پر ارزښت ټینګار کړی دی. هغې زیاته کړې، چې د امریکا خلک نه غواړي خپل اولادونه په «اختیاري او غیرضروري جګړو» کې ښکېل کړي.
د امریکا پخواني ولسمشر مرستیالې د دې د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې خبرداری ورکړی، چې د دا ډول تګلارو دوام کولی شي په نړۍواله کچه د امریکا باور ته زیان ورسوي او هم پوځیان له ستونزو سره مخامخ کړي.
