نن د امریکا او اسراییل پر وړاندې د ایران د جګړې ۳۴مه ورځ ده؛ هغه جګړه چې د هرې ورځې په تېریدو سره لمن پراخېږي. د دې جګړې په لړ کې، ایران تېره شپه پر اسراییل سخت توغندیز بریدونه کړي دي. پر اسراییلو د ایران له پراخو بریدونو سره هممهاله د امریکا ولسمشر ۲۰ دقیقې وینا وکړه، خو د هغه تازه وینا نه کوم نوی پیغام درلود او نه یې هم د جګړې راتلونکي لاره روښانه کړه. هغه بیا هم پر خپلو پخوانیو او متناقضو روایتونو ټینګار وکړ.
ډونالډ ټرمپ د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «د ایران سمندري ځواک او هوایي ځواک له منځه تللي او مشران یې وژل شوي دي. د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو فابریکې ویجاړې شوي دي. دا جګړه د امریکا ماشومانو او راتلونکو نسلونو لپاره رښتینی پانګونه ده. ایران له منځه تللی او موږ سخت کار کړی دی. کله چې جګړه پای ته ورسېږي، د هرمز تنګي خپله پرانستل کېږي، ځکه ایران هم اړ دی چې خپله تېل وپلوري.»
د ټرمپ دا څرګندونې نه یوازې دا چې ډاډ ورکوونکې نه وې، بلکې د هغه څرګندونې په امریکا کې له سختو نیوکو سره مخ شوې دي. منتقدینو د ټرمپ خبرې بېپلانه او متناقضې وبللې. په سنا مجلس کې د ډیموکراټانو مشر چاک شومر، د ایران پر ضد اقدام د امریکا د تاریخ تر ټولو ستره تېروتنه بللې ده.
چاک شومر زیاته کړې: «د ټرمپ وینا ګډه، بېانسجامه او شرموونکې وه. د ایران پر ضد د ټرمپ اقدامات کیدای شي د امریکا د بهرنیو چارو د سترې تېروتنې په توګه ثبت شي. ټرمپ ځینې وخت ځان د سولې ولسمشر معرفي کوي او په ورته وخت کې هېواد په جګړه کې ښکېلوي. دا چلند د عامه باور د کمزوري کولو او د خلکو د ژوند د خطر زیاتوالي لامل شوی دی.»
د ټرمپ تازه وینا ونشوای کولی چې باور رامنځته کړي او مالي بازارونو له ځنډ پرته د دې ګونګ وضعیت پر وړاندې غبرګون وښود. د خامو تېلو بیه پنځه سلنه لوړه شوه، د سرو زرو، سپینو زرو او کریپټو اسعارو بیې راټیټې شوې.
بلخوا، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د امریکا ولس ته په یوه پرانیستي لیک کې ویلي، چې ایران دا جګړه نه ده پیل کړې او زیاته کړې یې ده، چې امریکا د اسراییلو په اشاره او استازیتوب پر ایران برید کړی دی.
مسعود پزشکیان په دې لیک کې زیاته کړې ده: «نن نړۍ له دوو حالتونو سره مخامخ ده. د تقابل دوام تر ټولو ګران او بېګټې دی. د تقابل او تعامل انتخاب یوه رښتینې او برخلیکټاکونکې پرېکړه ده چې د راتلونکو نسلونو راتلونکی ورپورې تړلی دی. ایران په خپل تاریخ کې د ډېرو یرغلګرو له یرغل سالم راوتلی دی او د هغوی نوم یوازې د تاریخ پر لمن تور داغ پاتې شوی، په داسې حال کې چې ایران مقاوم، با وقاره او ویاړمن پاتې شوی دی.»
په ورته وخت کې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جګړې د پراختیا خطر ته په اشارې، ډیپلوماټیکو لارو ته پر بېرته راستنېدو ټینګار کړی دی. د ترکیې ولسمشر د خپلو څرګندونو په دوام ویلي: «زه د ایران، امریکا او اسراییل ترمنځ د جګړې د شدت او پراختیا په اړه خبرداری ورکوم او ټینګار کوم چې ډیپلوماتیکې لارې ته بیرته راستنیدل اړین دي. زموږ هېواد د شخړو د پراختیا د مخنیوي لپاره له مختلفو اړخونو سره په اړیکه کې دی.»
اوس چې جګړه دویمې میاشتې ته دننه شوې، پر نړیوال اقتصاد فشار زیات شوی او د امریکایي مالیه ورکوونکو اعتراضونه د پراختیا په حال کې دي. داسې ښکاري چې واشنګټن له دې بنبست د وتلو لارې لټوي؛ داسې بنبست چې نه یوازې د جګړې په ډګر کې شته معادلاتو، بلکې د امریکا نړیوال اعتبار او پرستیژ هم له ننګونې سره مخ کړی دی.
