کابل؛ افاق خبري اژانس: د عراق بهرنیو چارو وزیر فواد حسین وايي، د امریکا خزانې وزارت له بغداد څخه غوښتي، څو له ایران سره له دوو سرحدي لارو پرته، ټولې لارې وتړي؛ هغه ویلي، دا غوښتنه پر تهران د اقتصادي فشار د زیاتولو په موخه شوې ده.
حسین الجزیرې ته ویلي، چې له پرانیستو دوو لارو څخه یوه یې د عراق کردستان په سیمه کې ده؛ خو د دوهمې لارې موقعیت لا تر اوسه نه دی ټاکل شوی. هغه زیاته کړې، عراق له ایران سره د پولې په اوږدو کې څو رسمي او غیر رسمي لارې لري، د ټولو تړل ستونزمن دي او د دغه هېواد په اقتصاد منفي اغیزه کوي. د عراق بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، واشنګټن پر خپلو غوښتنو ټینګار کوي، او بغداد په دې اړه له امریکایي چارواکو سره په خبرو بوخت دی.
دا غوښتنه د واشنګټن د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي پر ایران اقتصادي فشار زیات کړي. عراق تېره میاشت هم له ایران سره د شیب سرحدي لاره په موقت ډول وتړله ترڅو امنیتي وضعیت وڅېړي او د قاچاق مخنیوي لپاره د پیژندنې تجهیزات نصب کړي.
