د روغتیا نړیوال سازمان مشر پر کیوبا د امریکا د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې

د روغتیا نړیوال سازمان مشر پر کیوبا د امریکا د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) مشر ټدروس ادهانوم گبریسوس په کیوبا کې د روغتیايي تاسیساتو او ناروغو ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له متحده ایالاتو یې غوښتي چې پر کیوبا لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

هغه د یکشنبې په سهار پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، د روغتونونو دهلیزونه له هغو ماشومانو ډک دي چې د درملنې په هیله دې مرکزونو ته راغلي او روغتیايي کارکوونکي د ناروغانو د پالنې لپاره خپله ټوله هڅه کوي.

گبریسوس ټینګار کړی، چې ماشومان باید د سیاسي اختلافوتو قرباني نه‌شي او له واشنګټن څخه یې غوښتني څو د کیوبايي ماشومانو د روغتیا او راتلونکي لپاره پر دغه هېواد بندیزونه لرې کړي.

مطالب بیشتر:  ټرمپ پوتین لېونی وباله؛ خو مسکو یې هرکلی وکړ

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *