د خامنه‌یي د جنازې مراسم؛ له قُم وروسته عراق ته لېږدول کېږي

د خامنه‌یي د جنازې مراسم؛ له قُم وروسته عراق ته لېږدول کېږي

نن د ایران د پخواني رهبر د جنازې مراسمو پنځمه ورځ ده؛ تهران کې د هغه د جنازې مراسمو له ترسره کېدو وروسته، اوس په قُم ښار کې روان دي. قُم ته د سید علي خامنه‌يي او د هغه د کورنۍ د یو شمېر غړو د تابوتونو له رسېدو سره سم، د هغوی جسدونه د سلګونه زره پلویانو په حضور کې بدرګه شول او په جمکران جومات کې د آیت‌الله جوادي آملي له لوري د جنازې د لمانځه له ادا کولو وروسته، دا مراسم رسماً پیل شول.

له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د واشنګټن او تهران د اړیکو د راتلونکې په اړه توندې څرګندونې کړې او ټینګار یې کړی، چې امریکا به یا له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي او یا به د هغه په وینا، کار پای‌ته ورسوي.

ډونالډ ټرمپ په دې اړه زیاته کړې: «موږ کولای شو په یوه ساعت کې د دوی پلونه ویجاړ کړو. کولای شو د دوی د انرژۍ د تأمین شبکه له کاره وغورځوو. هغه ټول ستر، ښکلي او عصري برېښناکوټونه چې دوی جوړ کړي دي. دوی ډېرې پیسې لرلې، خو اوس نور پیسې نه لري. موږ هغوی ته هېڅ پیسې نه دي ورکړي، خو کولای شو د دوی برېښنا او د برېښنا د تولید دستګاوې له کاره وغورځوو.»

د ټرمپ د دې څرګندونو په غبرګون کې، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي هغه ته خبرداری ورکړی، چې د ایران د ملت پر وړاندې له توندو څرګندونو ډډه وکړي. محمد باقر ذولقدر ټینګار کړی، چې د واشنګټن پخواني ګواښوونکي ادبیات له ماتې او ناتوانۍ پرته، بله پایله نه لري.

مطالب بیشتر:  د ایران – اسراییل جګړې ته ځغلنده کتنه؛ د امریکا ضرب‌الاجل او د ملګرو ملتونو هڅې

محمدباقر ذوالقدر په خپلو څرګندونو کې ویلي: «د ایران له ولس سره په درناوي خبرې وکړه، که نه، په بله ژبه به ځواب درکړو. هغه مخکې هم د ایران په اړه په همدې ډول خبرې کړې وې چې پایله یې له ماتې، ناتوانۍ او د مذاکرې او اوربند له غوښتنې پرته بل څه نه وو.»

د تهران او واشنګټن ترمنځ لفظي ناندرۍ داسې مهال دوام لري، چې د دغه هېواد د پخواني رهبر د جنازې مراسم هم روان دي. د سید علي خامنه‌یي د جنازې مراسم چې څو ورځې نور به هم دوام وکړي، د معاصرې پېړۍ تر ټولو ستر مراسم بلل شوي دي. ټاکل شوې د هغه جنازه د ایران له قُم ښار وروسته، د عراق نجف ښار ته ولېږدول شي او له هغه وروسته په مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *