د تهران او واشنګټن کړکېچ؛ ټرمپ د جګړې د درولو امر کړی

د تهران او واشنګټن کړکېچ؛ ټرمپ د جګړې د درولو امر کړی

د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ په لړ کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له ۱۳ ورځو پرله‌پسې بریدونو وروسته، تازه د دغه هېواد پوځ ته پر ایران د بریدونو درولو امر کړی دی.
د راپورونو له مخې، دا پرېکړه ښيي چې د امریکا ولسمشر غواړي د ډیپلوماسۍ د بهیر د پرمخ وړلو لپاره فرصت برابر کړي. د اکسیوس د راپور له مخې، لا څرګنده نه ده چې دا پرېکړه یوازې د پوځي عملیاتو لنډمهاله درول دي او که بریدونه به د اوږدې مودې لپاره هم ودرول شي.
سرچینو ویلي، د امریکا پوځ لا هم د پراخو پوځي عملیاتو د بېرته پیل احتمالي سناریوګانې چمتو کوي، خو تر اوسه د بریدونو د بیا پیل لپاره د امریکا د ولسمشر له لوري کوم نوی امر نه دی صادر شوی.
«ما د امریکا پوځ ته لارښوونه کړې چې پر ایران نوي بریدونه ونه کړي. اوس له ایران سره خبرې روانې دي، او زه فکر کوم چې د دوی دریځ ورځ تر بلې جدي کېږي. موږ بشپړ پوځي چمتووالی لرو، خو زما په اند تر ټولو غوره لاره له ایران سره هوکړې ته رسېدل دي».
د ټرمپ د دې پرېکړې له اعلان سره هم‌مهاله، سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی، چې د سپینې ماڼۍ د جمعې ورځې په غونډه کې د امریکا د ولسمشر مرستیال، جي‌ډي ونس، او د ګډو ځواکونو لوی درستیز، د دغه هېواد د مهماتو د زېرمو وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
«د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس او د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال ډن کېن، د ایران د جګړې د پراخېدو او د امریکا د مهماتو د زېرمو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د پوځي چمتووالي پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.»
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې ګواکې «ایرانیان به تسلیم او یا به هم د پټېدو لپاره سموڅو ته ولاړ شي» ویلي چې ایران د کلونو بنډیزونو او فشارونو سربېره، پر خپل دریځ کلک ولاړ دی. هغه ټرمپ ته د ماشوم خطاب کړی او زیاته کړې یې ده، چې ایران به د هغه له ماشومانه ټوېټونه ونه ډار شي.
«ایران ۴۷ کاله د امریکا له بنډیزونو خوندي پاتې شوی او مقاومت یې کړی دی. یو ۸۰ کلن ماشوم فکر کوي چې ایرانیان به د هغه د ماشومانه ټویټونو په لیدو سموڅو ته ولاړ شي او پټ به شي».
ټرمپ داسې مهال د ایران پر وړاندې د جګړې درولو امر کړی، چې وروستیو کې د دې جګړې لمن د سیمې نورو هېوادونو ته هم د پراختیا په حال کې ده. د ایران سپاه پاسداران بریتانیا ته خبرداری ورکړی، چې که امریکا ته له خپلې خاورې د ایران پر وړاندې د بریدونو اجازه ورکړي، لندن به د «مشروع هدف» په توګه وپېژندل شي.

مطالب بیشتر:  ټرمپ د ایران له لوري د امریکایي جنګي الوتکو نسکورېدل کم‌ارزښته وبلل

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *