سوریې یمن ته د ځواکونو د لېږلو راپورونه رد کړي

سوریې یمن ته د ځواکونو د لېږلو راپورونه رد کړي

کابل؛ افاق خبري اژانس: سوریې له حوثیانو سره د مقابلې لپاره یمن ته د سرتېرو لېږلو راپورونه رد کړي، خو ویلي یې دي چې له سعودي عربستان سره دفاعي او پوځي همکاري پراخوي.

د رویټرز د راپور له مخې، د سوریې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې د دغه هېواد رسمي خبري اژانس سانا ته ویلي، چې دمشق یمن ته د سرتېرو لېږلو پلان نه‌لري او له ریاض سره پوځي همکاري د سرتېرو پر روزنې، د پوځي ظرفیتونو لوړولو او د تجربو پر تبادلې متمرکزه ده.

سوریې په داسې حال کې دغه راپورونه رد کړي، چې دغه هېواد او سعودي عربستان ریاض ته د احمد الشرع د سفر پر مهال د دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

رویټرز تر دې وړاندې د سوریې د پوځي سرچینو او د امریکا د یو لوړ پوړي چارواکي په حواله راپور ورکړی و، چې د سوریې یو شمېر سرتېري سعودي عربستان ته د پوځي مشورې او روزنې لپاره لېږل شوي دي.

د سوریې د ډیپلوماټیکو سرچینو په وینا، د دغه هېواد او سعودي عربستان ترمنځ دفاعي همکارۍ ښايي په راتلونکي کې ګډ دفاعي تړون یا د مکې تړون کې د سوریې شاملېدو پورې وغځول شي.

مطالب بیشتر:  د تهران او واشنګټن کړکېچ؛ ټرمپ د جګړې د درولو امر کړی

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *