د هرمز تنګي پر سر د امریکا او ایران ترمنځ نښتې د هرې ورځې په تېرېدو سره زور اخلي او د دې جګړې لمن اوس د سیمې نورو هېوادونو ته هم غځېدلې ده.افزودن نوشته
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، چې د ایران پر وړاندې یې د درېیمې شپې پرلهپسې بریدونو څپې پنځه ساعته دوام کړی او پر مهال یې ګڼ پوځي تاسیسات په نښه کړي، څو د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د ایران د بریدونو وړتیا لا نوره کمزورې کړي. سنټکام زیاته کړې، چې دا مهال څه باندې ۵۰ زره امریکايي سرتېري په ټول منځني ختیځ کې ځای پر ځای دي.
«د پنځه ساعته عملیاتو په ترڅ کې، امریکايي ځواکونو په بریالیتوب سره د ایران په بوشهر، چابهار، جاسک، کنارک، ابوموسی او بندرعباس کې پوځي هدفونه په نښه کړل، څو د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د ایران د بریدونو وړتیا لا نوره کمزورې کړي».
په ورته وخت کې د ایران اسلامي انقلاب ځواکونو (سپاه پاسداران) د سهشنبې په سهار ویلي، چې د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې د بحرین د الجفیر په پوځي اډه کې د امریکايي ځواکونو د سپوږمکۍ مخابراتي مرکز او د استوګنې ودانۍ د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړې دي.
د سپاه پاسداران په بریدونو کې، هرمز تنګي کې د تېلو لېږدوونکې دوې بېړۍ هم په نښه شوې دي. متحده عربي اماراتو او بحرین ویلي چې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او لږ تر لږه اته نور ټپیان شوي دي.
سره له دې چې ایران د هرمز تنګي د تړلو پرېکړه کړې، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دا تنګی پرانیستی دی او زیاته کړې یې ده، چې د ایران سمندري کلابندي یې بېرته پیل کړې ده.
ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هرمز له تنګي د سوداګریزو بېړیو د ازاد او خوندي تګراتګ په بدل کې ۲۰ سلنه د «خوندیتوب او امنیت ټینګښت» لګښت واخلي.
د ټرمپ دې څرګندونو ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په کنایه ډول غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې ۲۰ سلنه ډېره لوړه کچه ده؛ موږ به په انصاف عمل وکړو.
«د امریکا ولسمشر بالکل حق لري؛ هر څوک چې د هرمز له تنګي د سوداګریزو بېړیو خوندي تګراتګ تضمینوي، باید د دې خدمت په بدل کې انعام ترلاسه کړي. یران تل د دې تنګي “ساتونکی” پاتې شوی او “تل به” هم همداسې وي. البته، ۲۰ سلنه ډېره لوړه کچه ده؛ موږ به په انصاف عمل وکړو».
د ایران او امریکا ترمنځ د روانې جګړې لمن اوس د سیمې هېوادونو ته هم غځېدلې ده. تازه د یمن حوثیانو د صنعا نړۍوال هوایي ډګر پر ځغاستلیکه د بریدونو په غبرګون کې، د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله د سعودي عربستان د «ابها» نړیوال هوايي ډګر په نښه کړی دی.
د حوثیانو ویاند یحیی سریع ټولو هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د سعودي عربستان پر فضايي حریم تر هغو له الوتنو ډډه وکړي، څو چې د «صنعا نړۍوال هوایي ډګر» محاصره پایته نه وي رسېدلې.
«د سعودي دښمن د صنعا نړیوال هوايي ډګر د بمبارۍ او د دغه ظالمانه برید د پرېکړې بشپړ مسوولیت پر غاړه لري او د دغه تیري د پایلو چې د امریکا او صهیونیستي دښمن په ګټه ترسره کېږي، مسوول دی. د یمن وسلهوال ځواکونه د یرغل د دفع کولو او پر خپل هېواد د لګېدلې محاصرې د پای ته رسولو لپاره پر خپل دریځ کلک ولاړ دي. موږ ټولو هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکوو چې د سعودي عربستان پر فضايي حریم د الوتنو په اړه لازم احتیاطي تدابیر ونیسي».
د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیاوو داسې مهال زور اخیستی، چې د دواړو لورو ترمنځ د اسلامآباد د تفاهملیک له لاسلیکېدو لا ۲۶مه ورځ ده او تمه وه دواړه لوري د وروستۍ هوکړې د ترلاسه کېدو لپاره د منځګړو هېوادونو په هلو ځلو مذاکراتو ته دوام ورکړي، خو د امریکا له لوري د هوکړې پرلهپسې نقض او د کړکېچ شدت، یو ځل بیا په سیمه کې د جګړې پراختیا په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
