د ایران په اړه د ټرمپ او نتنیاهو اختلافات په ډاګه شول

د ایران په اړه د ټرمپ او نتنیاهو اختلافات په ډاګه شول

د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ د ایران د جګړې او د منځني ختیځ د راتلونکو بدلونو په اړه اختلافات زیات شوي دي.
راپور وایي، ټرمپ واشنګټن ته د نتنیاهو له سفر مخکې خبریالانو ته ویلي، «اسراییل د امریکا له ملاتړ پرته دوام نه شي کولای». هغه زیاته کړې چې امریکا له ځینو هېوادونو، د اسراییل په ګډون، له اړتیا لوړ ملاتړ کړی دی.
د راپور له مخې، ټرمپ تېره اوونۍ له ایران سره د ۱۳ شپو پرله‌پسې هوايي بریدونو وروسته د پوځي عملیاتو د درولو امر وکړ، څو د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي.
راپور زیاتوي چې نتنیاهو غواړي له ټرمپ سره په لیدنه کې د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د پراخولو غوښتنه وکړي او باور لري چې فشارونه دې یوازې تر هرمز تنګي پورې محدود نه وي.
فایننشل ټایمز لیکلي، اسراییل د جګړې په پیل کې درې اساسي موخې لرلې؛ د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړل، د بالسټیک توغندیو د وړتیاوو کمزوري کول او د ایران د نظام بدلون خو ټرمپ تر دې وړاندې چې دغه موخې ترلاسه شي، اوربند اعلان کړ.
راپور زیاتوي چې د دواړو مشرانو په لیدنه کې به ترکیې ته د اف-۳۵ جنګي الوتکو د احتمالي پلور موضوع هم مطرح شي، ځکه اسراییل اندېښنه لري چې دا کار به یې په سیمه کې پوځي برلاسی کمزوری کړي.
د فایننشل ټایمز په وینا، د غزې جګړه، د لبنان درې‌اړخیزه همکاري او د ابراهیم تړونونو پراخول هم د ټرمپ او نتنیاهو د خبرو مهمې یموضوعګانې دي.

مطالب بیشتر:  حامد کرزي د آلمان په مونیخ ښار کې د یوه افغان له لوري برید وغانده

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *