د ایران اسلامي جمهوریت او متحده ایالاتو ترمنځ د هوکړه‌لیک متن ژباړه

د ایران اسلامي جمهوریت او متحده ایالاتو ترمنځ د هوکړه‌لیک متن ژباړه

له اوونیو پوځي نښتو او ډیپلوماتیکو هڅو وروسته، متحده ایالاتو او د ایران اسلامي جمهوریت د ۱۴ ماده‌یز هوکړه لیک ته لاسرسی وموند چې د جګړې د پای رسول، د محدودیتونو تدریجي لرې کول او د یوه بشپړ تړون ترلاسه کولو لپاره د خبرو پیل لیدلوری ټاکي. دا سند چې بشپړ متن یې د اکسیوس رسنۍ لخوا خپور شوی، پکې د پوځي عملیاتو پای، د هرمز تنګي پرانیستل، د بندیزونو لرې کول، د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول او د تهران د اټومي پروګرام په اړه موضوعات پکې شامل دي.

۱ـ متحده ایالات،د ایران اسلامي جمهوریت او د دوی متحدین په روانه جګړه کې، د دې هوکړه لیک په لاسلیک سره، په ټولو اړخونو کې د پوځي عملیاتو د دایمي بندول اعلانوي او ژمنه کوي چې له دې وروسته به د یو بل پر ضد کومه جګړه یا پوځي عملیات نه پیلوي. د یو بل پر ضد له ګواښ یا زور کارولو څخه به ډډه کوي او د لبنان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت به تضمینوي. نهایی تړون به په ټولو ښکیلو اړخونو کې د لبنان په ګډون د جګړې دایمي پای او د دې بند نورې محتوا تایید کړي.

۲ـ متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوریت ژمنه کوي چې د یو بل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته به درناوی وکړي او د یو بل په کورنیو چارو کې به لاسوهنه ونه کړي.

۳ـ متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوریت ژمنه کوي چې د ۶۰ ورځو په اوږدو کې، چې د دواړو خواو په هوکړه غځېدای شي، د وروستي تړون په اړه خبرې وکړي او هغه ترلاسه کړي.

۴ـ د دې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به متحده ایالات د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد د سمندري کلابندۍ او هر ډول خنډ یا مداخلې د لرې کولو پروسه پیل کړي او د ۳۰ ورځو په اوږدو کې به یې بشپړ پای ته ورسوي. په دې موده کې به د بېړیو تګ راتګ د پخوا څېر بېرته عادي حالت ته ګرځول کیږي، دا د ایران اسلامي جمهوریت لخوا بیا رامنځ‌ته او پیلیږي. متحده ایالات هم ژمنه کوي چې د وروستي تړون څخه ۳۰ ورځې وروسته، خپل ځواکونه د ایران اسلامي جمهوریت له نږدې سیمو څخه وباسي.

مطالب بیشتر:  پاکستان د سیاسي او اقتصادي ننګونو په ډنډ کې؛ صادق خان کابل کې د څه په لټه کې دی؟

۵ـ د ایران اسلامي جمهوریت د دې هوکړه لیک په لاسلیک سره ژمنه کوي چې د ۶۰ ورځو لپاره، پرته له کوم لګښت اخیستو، د سوداګریزو بېړیو خوندي تېرېدل د فارس خلیج څخه عمان سمندر ته او برعکس برابر کړي. د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ به سمدستي پیل شي. د تخنیکي او پوځي خنډونو د لرې کولو او همدارنګه د ایران اسلامي جمهوریت لخوا د ماین پاکولو اړتیا له امله به د هرمز تنګی د ۳۰ ورځو په اوږدو کې بشپړ عادي حالت ته راستون شي. د ایران اسلامي جمهوریت به د عمان پاچاهۍ سره د هرمز تنګي د راتلونکې ادارې او سمندري خدمتونو د چوکاټ د ټاکلو لپاره او د فارس خلیج د نورو سمندري هېوادونو سره په همغږۍ، د نړیوالو قوانینو او د هرمز تنګي د سمندري هېوادونو د حاکمیتي حقوقو سره سم، خبرې وکړي.

۶ـ متحده ایالات ژمنه کوي چې د سیمه ییزو شریکانو سره یوځای، د لږ تر لږه ۳۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د ایران اسلامي جمهوریت د بیارغونې او اقتصادي پراختیا لپاره یو قطعي او په ګډه موافقه شوی پروګرام جوړ کړي. د دې پروګرام د پلي کولو میکانیزم به د نهایی تړون د یوې برخې په توګه د ۶۰ ورځو په اوږدو کې مشخص شي او د اړوندو مالي معاملو د ترسره کولو لپاره به ټول اړین جوازونه، معافیتونه او اجازې د متحده ایالاتو لخوا صادرې شي.

۷ـ متحده ایالات ژمنه کوي چې د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد ټول بندیزونه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړو په ګډون، د نړیوالې اټومي انرژۍ د اژانس د والیان شورا پرېکړې او د امریکا ټول یو اړخیز بندیزونه د موافقه شوې مهالوېش له مخې لغوه کړي. د ایران اسلامي جمهوریت او متحده ایالات د بندیزونو د لرې کولو موضوع د حیاتي اهمیت په توګه په رسمیت پیژني او د خبرو اترو په بهیر کې یې د سمدستي رسیدنې اراده د متقابل تړون د ترلاسه کولو لپاره اعلانوي.

مطالب بیشتر:  پر ټرمپ د «افغان ایواک بنسټ» د مشر نیوکه

۸ـ د ایران اسلامي جمهوریت یو ځل بیا ټینګار کوي چې د اټومي وسلې د ترلاسه کولو یا پراختیا په لټه کې نه دی. متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوریت هوکړه کړې چې د ذخیره شویو بډایه شویو موادو د راتلونکي په اړه، د هغه میکانیزم له مخې چې په ګډه او د ۷م بند له مهالوېش سره سم ټاکل کېږي، پریکړه وکړي چې لږ تر لږه غوره شوې تګلاره په ځای او د نړیوالې اټومي انرژۍ د اژانس تر څارنې لاندې موادو رقیقول دي. دواړو خواوو همدارنګه موافقه کړې چې د بډایه کولو موضوع او د اسلامي جمهوریت ایران د اټومي اړتیاوو سره تړلې نورې موافقه شوو مسلو پر بنسټ چې په وروستي تړون کې به مشخص شي، خبرې وکړي. وروستی تړون به د دې بند محتواې تایید کړي. متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوریت پورته اټومي موضوعاتو د حیاتي اهمیت په رسمیت پیژني او د خبرو اترو په بهیر کې یې د سمدستي رسیدنې اراده د متقابل تړون د ترلاسه کولو لپاره اعلانوي.

۹ـ تر هغه چې وروستی تړون ترلاسه شي، متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوریت هوکړه کوي چې اوسنی حالت وساتي. د ایران اسلامي جمهوریت به د خپل اټومي پروګرام اوسنی حالت وساتي او متحده ایالات به هم کوم نوي بندیزونه وضع نه کړي او سیمې ته به اضافي ځواکونه ونه لېږي.
۱۰ـ متحده ایالات ژمنه کوي چې د دې هوکړه‌لیک له لاسلیک څخه وروسته او تر هغه چې بندیزونه په بشپړه توګه لرې شي، د امریکا د خزانې وزارت به د ایران د خام نفتو، پټرولیمي محصولاتو او د هغوی د تولیداتو او اړوندو ټولو خدمتونو لکه بانکي معاملو، بیمې، ترانسپورټ او نورو صادراتو لپاره اړین معافیتونه صادر کړي.

مطالب بیشتر:  د امریکا بهرنیو چارو وزارت کلني راپور ته د ا.ا غبرګون؛ پروپاګند بس کړئ

 

۱۱ـ متحده ایالات ژمنه کوي چې د دې تفاهم لیک له پلي کیدو وروسته، د ایران اسلامي جمهوریت ټول بندې شوې یا محدودې شوي شتمنۍ او مالي سرچینې د ازادې کارونې لپاره برابرې کړي. متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوریت به د خبرو اترو په بهیر کې، د دې سرچینو د ازادولو میکانیزم په اړه موافقې ته ورسېږي. دا سرچینې، که په اصلي حسابونو کې پاتې شي او که ولېږدول شي، باید په بشپړه توګه د هر هغه وروستي ګټه اخیستونکي د تادیې لپاره د کارونې وړ وي چې د ایران اسلامي جمهوریت د مرکزي بانک لخوا ټاکل کېږي. متحده ایالات ژمنه کوي چې په دې برخه کې ټول اړین قانوني جوازونه او اجازې صادر کړي.

۱۲ـ متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوریت هوکړه کوي چې د دې تړون د ښه تطبیق او همدارنګه د راتلونکي وروستي تړون ته د دواړو خواوو د ژمنتیا د څارنې لپاره یو اجرایي میکانیزم جوړ کړي.

۱۳ـ د دې هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته او د ۱، ۴، ۵، ۱۰ او ۱۱ بندونو د پلي کیدو او دوامداره تطبیق په شرط، متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوریت به د وروستي تړون په اړه خبرې اترې یوازې د دې هوکړه‌لیک د نورو بندونو په اړه پیل کړي.

۱۴ـ وروستی تړون به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یو الزامي پرېکړه لیک له مخې تایید او تضمین شي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *