کابل؛ افاق خبري اژانس: جروزالم پوسټ ورځپاڼې په یوه تحلیلي مقاله کې په اسراییلو کې د ایتلافي حکومت د جوړولو پر وړاندې د جدي خنډونو خبر ورکړی، او ویلي یې دي چې احتمالي ایتلافي ګوندونه، سره له دې چې د حکومت د بدلون پر اړتیا موافق دي، خو د راتلونکي حکومت د موخو او پلانونو په اړه اختلاف لري.
د مقالې پر بنسټ، ګادي ایزنکوټ د حکومت جوړولو په برخه کې د عربي ګوندونو د ګډون په اړه اختلافات، د ارتودوکس یهوديانو د پوځي خدمتونو د دریځ، او مذهبي او سیاسي مسلو کې له ننګونو سره مخ دی.
ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د راتلونکي حکومت د پروګرام او لومړیتوبونو په اړه له روښانه هوکړې پرته، یوازې د بنیامین نتنیاهو د لرې کولو په هدف د ایتلاف جوړول نهشي کولای د خلکو باور ترلاسه کړي.
یاده مقاله وړاندې، د لیکود ګوند او ایزنکوټ غورځنګ په ګډون د ملي یووالي حکومت جوړولو وړاندیز هم کوي.
