احمد وحیدي: د ایران هوايي حریم د سپاه پاسداران لپاره سره کرښه ده

احمد وحیدي: د ایران هوايي حریم د سپاه پاسداران لپاره سره کرښه ده

کابل؛ افاق خبري اژانس: د ایران سپاه پاسداران ځواکونو مشر احمد وحیدي خبرداری ورکړی، چې د کوم هېواد یا یرغلګر ځواک لخوا د دغه هېواد د هوايي حریم هر ډول نقض به د ایران د وسله‌والو ځواکونو له پرېکنده ځواب سره مخ شي.

نوموړي زیاته کړې، د ایران هوايي حریم د سپاه پاسداران لپاره سره کرښه ده او هر ډول تېری به پرې بې ځوابه پاتې نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، که بېرته شاته لاړ شي، نو بیا هم د ایران پر وړاندې د جګړې پرېکړه کوي او د دغه هېواد پر وړاندې له پوځي اقدامه پښیمانه نه دی.

مطالب بیشتر:  د مذهبي پولو نړول؛ ایران کې د یهودانو د ورانې کنیسې حال

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *