د مذهبي پولو نړول؛ ایران کې د یهودانو د ورانې کنیسې حال

د مذهبي پولو نړول؛ ایران کې د یهودانو د ورانې کنیسې حال

دا په تهران کې د هغې دنګې ودانۍ پرېوتي دیوالونه دي چې په دغه هېواد کې د یهودي ټولنې درېیمه کنیسه یا عبادت ځای بلل کېږي.
له کانکریټي ټوټو، خښتو او لرګیو لاندې دا ودانۍ، د ایران په کچه درېیمه لویه هغه بلل کېږي چې په ترسره شویو بریدونو کې دنګ قامت پر ځمکه پرېوت.
د کنیسې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې او د ژوند څرک پکې بیخي نه ښکاري، خو یوازې د باروتو په لوګي د لوغړنو ونو څو پرې شوې تنې بیا زرغونې شوې دي.
د ورانې کنیسې نړېدلې برخې د دغې تاریخي ودانۍ د جوړښت تاریخي کیسې کوي او دا غمجن حقیقت بیانوي چې بیا به هېڅکله هم هغه پخواني برم ته ستنه نه شي.
د نړېدلې کنیسې تر دیوالونو لاندې او شاوخوا د ژوند نښې بیخي پاتې نه دي، خو یوازې د یوه ځوان د بایللي وجود د یوې پښې دغه میراثي شکېدلې څپلۍ لیدل کېږي.
پر دغې کنیسې د برید پر مهال د دغې سیمې چاپېره کلی هم له منځه تللی چې پر مهال یې لسګونه یهودان پکې وژل شوي دي.
پر ایران د امریکا او اسراییلو جګړې، ټولې هغه پولې ونړولې چې د جګړې پر مهال یې ساتل او امن نړیوالو او بشري سازمانونو ته مهم بلل شوی.
پر ایران د امریکا او اسراییلو د وروستیو هوايي بریدونو پر مهال د ښوونځیو، جوماتونو او ګڼو نورو عامه ځایونو ترڅنګ عامو بنسټونو ته پراخ مالي زیانونه واوښتل.
د دغو بریدونو په غبرګون کې ایران په منځني ختیځ او سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې چې ورته درانه زیانونه ورسېدل.

مطالب بیشتر:  د ټرمپ طرحه د ناکامۍ په درشل کې؛ آیا د غزې وېش طرحه عملي ده؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *