پنځه اروپايي هېوادونه روانډا ته د کډوالو د لېږلو پر پلان هوکړې ته نږدې شوي

پنځه اروپايي هېوادونه روانډا ته د کډوالو د لېږلو پر پلان هوکړې ته نږدې شوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخې، اتریش، ډنمارک، جرمني، یونان او هالنډ له روانډا سره خبرې کړې، څو له ۲۰۲۷ کال څخه هغه کډوال دغه هېواد ته ولېږي، چې په اروپايي ټولنه کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي وي.

د راپور له مخې، دا هوکړه د نومبر په ۱۶مه په ویانا کې د کډوالۍ نړیوال کنفرانس په څنډه کې تایید شوې. د اروپايي ټولنې نوي مقررات غړو هېوادونو ته اجازه ورکوي چې له ټولنې بهر د کډوالو د بېرته ستنولو مرکزونه جوړ کړي.

خو د بشري حقونو د څار سازمان وایي، روانډا د بشري حقونو د نړیوالو معیارونو شرایط نه پوره کوي او حکومت یې د مخالفینو د ځپلو، خپل‌سرو نیونو او د بندیانو پر وړاندې د ناوړه چلند مخینه لري.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې روانډا ته د کډوالو جبري لېږد ښايي هغوی له خپل‌سرو نیونو، ناوړه چلند، بې‌سرپناهۍ او خپلو اصلي هېوادونو ته د بېرته لېږلو له خطر سره مخ کړي.

مطالب بیشتر:  د تهران او واشنګټن کړکېچ؛ لفظي ناندرۍ پر مخامخ ګواښ اوښتې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *