د تهران او واشنګټن کړکېچ؛ لفظي ناندرۍ پر مخامخ ګواښ اوښتې

د تهران او واشنګټن کړکېچ؛ لفظي ناندرۍ پر مخامخ ګواښ اوښتې

 

د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو پوځي ترینګلتیاوو او لفظي شخړو په دوام، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې ګواکې تهران له دوی د خبرو اترو د دوام غوښتنه کړې ده. ټرمپ ویلي چې دوی د ایراني لوري له دې وړاندیز سره هوکړه کړې، خو ټینګار یې کړی، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اوربند پای‌ته رسېدلی دی.
د امریکا ولسمشر همداراز ګواښ کړی، که ایران د ده د ترور هڅه عملي کړي، نو زرګونه توغندي سر له اوسه د ایران پر وړاندې توغولو ته چمتو شوي دي.
«د ایران اسلامي جمهوریت له موږ غوښتي چې خبرو اترو ته دوام ورکړو. موږ له دوی سره موافقه کړې، خو متحده ایالاتو هغوی ته په بشپړ ډول روښانه کړې چې اوربند پای ته رسېدلی دی».
په ورته وخت کې، د امریکا مالیې وزارت د جمعې په ورځ، (چنګاښ ۱۹مه) د ایران پر ضد نوي بنډیزونه اعلان وکړ. په تازه بندیزونو کې په متحده عربي اماراتو کې مېشت ایرانی وګړی علي انصاري، له سپاه پاسداران او مجتبی خامنه‌یي سره د اړیکو په تور د بندیزونو په نوملړ کې شامل شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا د امریکا دا اقدامات د اسلام‌اباد دهوکړه‌لیک له نهمې مادې ښکاره سرغړونه بللې ده. سید عباس عراقچي زیاته کړې، چې دا اقدام د امریکا د تېرو سرغړونو او تېروتنو دوام دی او ټینګار یې کړی، چې هوکړو ته ژمنتیا یوازې هغه مهال شونې ده، چې دواړه لوري ورته چلند وکړي.
«تهران تر اوسه خپلو ټولو ژمنو ته ژمن پاتې شوی خو د امریکا د خزانې وزیر د هوکړه‌لیک د نهمې مادې په نقضولو سره د واشنګټن ژمنې تر پښو لاندې کړې دي. دا اقدام د امریکا د نورو سرغړونو او تېروتنو په دوام ترسره شوی او هوکړې ته ژمنتیا یوازې هغه مهال شونې ده چې دواړه لوري متقابل چلند وکړي».

مطالب بیشتر:  د چین او منځنۍ آسیا سرمشریزه کې افغانستان سره د همکاریو پر پراختیا ټینګار

د تهران او واشنګټن ترمنځ د ترینګلتیاوو له شدت سره هم‌مهاله، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف چې د دواړو لورو ترمنځ یې د مذاکراتو د منځګړیتوب مشري پر غاړه وه، له تهران څخه غوښتي چې له امریکایي لوري سره ترلاسه شوې لاسته‌راوړنې وساتي.
شهباز شریف د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې اسلام‌اباد به د تهران او واشنګټن ترمنځ د شخړې حل په برخه کې خپل منځګړیتوب ته دوام ورکړي.
«موږ د سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او د زغم، خبرو اترو او ډیپلوماسۍ پر اهمیت مو ټینګار وکړ، څو هغه د سولې لاسته راوړنې چې په وروستیو میاشتو کې په سختۍ ترلاسه شوې دي، وساتل شي».

د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیاوو کابو کولو په پار د منځګړو هېوادونو د هلو ځلو په دوام، اکسیوس خبري وېب‌پاڼې د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو ښايي راتلونکې اوونۍ په سویس کې ترسره شي؛ خو ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *