کابل؛ افاق خبري اژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، ملګري ملتونه به له افغانانو سره د بشري همکاریو د همغږي، په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا، بزګرو ته د بدیل معیشت برابرولو، کډوالو ته د کارموندنې او مرستو د وېش په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال هېواد ته له راستنو شویو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت هچه کوي کډوالو ته پر وخت رسېدنه وکړي. هغه همدارنګه ویلي، د کډوالو د ملاتړ بنسټونه باید دوی ته د کارموندنې او سرپناه برابرولو په برخو کې همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان تر دې وړاندې ویلي و، روان ۲۰۲۶ کال کې له ۱.۳ میلیونو څخه زیات افغانان له ایران او پاکستانه هېواد ته راستانه شوي، چې ډېری یې له ژمي مخکې سرپناه ته اړتیا لري.
