د کابل او اسلام‌باد کړکېچ؛ د پاکستان صنعت مخ پر ځوړ شوی

د کابل او اسلام‌باد کړکېچ؛ د پاکستان صنعت مخ پر ځوړ شوی

دا مهال چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې له ګڼو ننګونو سره مخ شوې دي، د دې هېواد د پارلمان غړي اسد قیصر د اسلام‌اباد پر سوداګریزو سیاستونو نیوکه کړې ده.

هغه په یوه غونډه کې ګواښ کړی، که له افغانستان سره د پاکستان لارې همداسې تړلې پاتې شي، په پېښور کې به صنعت او اقتصاد له ناوړه حالت سره مخ شي.
هغه ټینګار کړی چې له کابل سره دې اسلام‌اباد خپلې ستونزې د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.
د دې ترڅنګ یو شمېر سیاسي شنونکي د پاکستان دوه‌ګوني سیاست ته په اشارې سره وايي چې دا هېواد دا مهال د خپلو ناسمو پالیسیو بیه پرې کوي.
هغوی ټینګار کوي چې پاکستان دې له وران وضعیت څخه د وتلو لپاره له نړیوالو سازمانونو سره د ګډ تعامل او سیمه‌ییزو همکاریو له لارې له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره خپلې ستونزې حل کړي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: «اوسنی وضعیت د هغو کړنو پایله ده چې په سیمه کې یې بې‌اعتمادي او ستونزې راولاړې کړې دي. پاکستان دې د خپلو اقتصادي ستونزو د حل او له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره د ملګرو ملتونو په اډانه کې شویو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د سیمې او په ځانګړي ډول د افغانستان پر وړاندې خپل روان سیاست ته بدلون ورکړي».
د سیاسي چارو شنونکی سیر قریشي وايي: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بندرونو او سرحدي لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ منفي اغېزې کړې دي. د شته شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۲.۴ میلیارده ډالره وه، خو په ۲۰۲۵ کال کې دا کچه نږدې ۴۰ سلنه راکمه شوې او شاوخوا ۱.۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده».
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي وو چې د سوداګریزو محدودیتونو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د تړل کېدو له امله د پاکستان اقتصاد هره میاشت شاوخوا دوه میلیونه ډالر زیان ګالي.

مطالب بیشتر:  افغانستان کې پر نهه زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه د زعفرانو کښت؛ هرات د تولید په برخه کې مخکښ دی

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *