د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې ۳سلنه وده وکړي

د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې ۳سلنه وده وکړي

کابل؛ افاق خبري اژانس: نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، د کرنیزو محصولاتو د ښه حاصل له امله په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان اقتصاد دری سلنه وده کړې؛ خو اقتصادي ودې د کورنیو معیشتي ستونزې نه دي کمې کړې او د هېواد سړي‌ سر تولید لا هم د نزول په حال کې دی.

په راپور کې راغلي، د افغانستان سړي سر تولید به په روان میلادي کال کې ۳.۳ سلنه کم شي، چې دا د درېیم پرله‌پسې کال لپاره د کموالي دوام ښيي. دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، د هېواد نفوس ۶.۶ سلنه زیات شوی دی.

د راپور پر بنسټ، د روان کال په سپټمبر او اکتوبر میاشتو کې شاوخوا ۱۵.۹ میلیونه کسان له شدیدې غذایي ناامنۍ سره مخ وو. همدارنګه، ورځنيو مزدورانو د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله په سپټمبر کې ۱۴ سلنه کمې کاري ورځې لرلې دي.

د اوبو کمښت هم د افغانستان د اقتصاد له جدي ننګونو څخه بلل شوی. د سرچینې په وینا، د هېواد د خوږو اوبو زېرمې له ۲۰۰۳ کال راهیسې په منځني ډول هر کال ۴.۹ میلیارده متر مکعبه کمه شوې او په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د استفادې کچه د دغو اوبو د طبیعي نوي کېدو له کچې شاوخوا څلور برابره زیاته شوې ده.

نړیوال بانک اټکل کړی، چې د افغانستان اقتصادي وده به په ۲۰۲۷ کال کې ۳.۳ سلنې او په ۲۰۲۸ کال کې ۳.۵ سلنې ته ورسېږي؛ خو سړي سر تولید به په ۲۰۲۸ کال کې هم د ۲۰۲۴ کال په پرتله شاوخوا اووه سلنه ټیټ وي.

مطالب بیشتر:  د افغانستان او ایران ترمنځ د کرنیزو او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *