کابل؛ افاق خبري اژانس: په کابل کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومی رئیس سید کریم هاشمي سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د اسانتیا لپاره د پولې په اوږدو کې د ګډ بازار د جوړولو پلان لري.
نوموړي زیاته کړې، چې تاجکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د لا پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د ګډو فعالیتونو لپاره زمینې برابرولو ته لیوالتیا لري. د هغه په وینا، د تاجکستان د سوداګرۍ خونه هم د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له خونې سره د منظمو لیدنو او سوداګریزو همکاریو د پراختیا خوښوونکې ده.
په ورته وخت کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس هم ویلي، هڅه کوي تاجکستان ته د لسو افغان سوداګرو د سفر زمینه برابره کړي، ترڅو په تاجکستان کې د سوداګرۍ او پانګونې له فرصتونو سره بلد او د دغه هېواد له سوداګرو سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي.
دواړو لورو همدارنګه د اقتصادي اړیکو د پراخولو، د دوه اړخیزو همکاریو زیاتولو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو لپاره د نویو فرصتونو د برابرولو په اړه هم خبرې کړې دي.
