روبیو: د ایران لخوا امریکا ته هېڅ بېړنی ګواښ نه پېښېږي

روبیو: د ایران لخوا امریکا ته هېڅ بېړنی ګواښ نه پېښېږي

کابل: افاق خبري اژانس: د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سي ان ان د هغه راپور په غبرګون کې چې ګواکې ایران په امریکا کې د کیمیاوي وسلو د برید پلان لري ویلي، واشنګټن د ایران لخوا د کوم بېړني برید له ګواښ سره نه دی مخ.

روبیو پرون په مانیل کې د سي ان ان د خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي: ستاسو ځینې اطلاعاتي سرچینې دروغجنې دي؛ ځینې نور بیا هم دروغجن او مجرمین دي، دوی له ځانه معلومات خپروي. هغه دا هم ویلي، هېڅ داسې شواهد نشته چې په هوايي، ټرانسپورټي او بانکي سیسټمونو کې وروستي تخنیکي خنډونه د امریکا ملي امنیت وګواښي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اسراییلي پلوه رسنیو هغه راپورونه په کلکه رد کړي چې تهران په واشنګټن کې د کیمیاوي وسلو کارولو او د بندونو لاندې د توغندیو د اډو جوړولو پلان لري.

عراقچي د سه شنبې په ماښام پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د اسراییلي پلوه رسنیو په تېرو ۷۲ ساعتونو کې دا ډول ادعاووې کړې دي.

مطالب بیشتر:  ټرمپ: له ایران سره نور هوکړې ته اړتیا نه لرو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *