ټرمپ: له ایران سره نور هوکړې ته اړتیا نه لرو

ټرمپ: له ایران سره نور هوکړې ته اړتیا نه لرو

کابل؛ افاق خبري اژانس: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن نور له ایران سره هوکړې ته اړتیا نه لري او خپل مرستیال جي‌ډي ونس ته یې امر کړی، څو له تهران سره د مذاکراتو پر ځای د امریکا په هغو ښارونو او ایالتونو کې د فساد او جرمونو پر وړاندې مبارزې ته پام وکړي، چې د ډیموکراټانو تر ادارې لاندې دي.

ټرمپ زیاته کړې، چې امریکا د ایران پر مالي سرچینو او د هرمز تنګي د کنټرول له لارې پر ایران د فشار لپاره کافي وسایل په واک کې لري.

له ایران سره جګړه، د هغې اقتصادي پایلې، او د انرژۍ د لګښتونو زیاتوالی، د امریکا په کورني سیاست کې یوه جنجالي موضوع ګرځیدلې، او ونس هم د جګړې لګښتونه د کانګرس منځنۍ دورې ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د ماتې مهم لامل بللی دی.

دا په داسې حال ده، چې جي‌ ډي ونس هڅه کوله له ایران سره اته میاشتنۍ جګړه پای ته ورسوي. تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو، چې ښايي د ونس او ایراني لوړپوړو چارواکو ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو نوی پړاو ترسره شي؛ خو رویټرز د دغو احتمالي مذاکراتو پخلی نه دی کړی.

مطالب بیشتر:  ټرمپ جګړه دروي؛ ایران خبرو ته لېوالتیا نه ده ښودلې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *