خلیلزاد: که له کابل سره تعامل ونه لرو، نو چین او روسیه به میدان ونیسي

خلیلزاد: که له کابل سره تعامل ونه لرو، نو چین او روسیه به میدان ونیسي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی، که واشنګټن له کابل سره تعامل ونه کړي، نو چین او روسیه به په افغانستان کې د امریکا د نفوذ تشه ډکه کړي.

​​نوموړي له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي، د امریکا ضد ډلو لپاره پر مرکز د افغانستان  د بدلېدو مخنیوی د واشنګټن له اصلي ګټو دی او بې ثباتۍ ته د دغه هېواد بېرته ستنېدل کولای شي د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې، امریکا باید په سیمه کې خپلې ګټې د یوې دوامدارې سټراټیژۍ په چوکاټ کې په فعاله توګه تعقیب کړي.

​​خلیلزاد په افغانستان کې د چین او روسیې مخ پر زیاتېدونکي اقتصادي او سیاسي شتون ته په اشارې، ټینګار کړی چې بېجېنګ د هېواد طبیعي سرچینو ته لیوالتیا لري او مسکو هم له کابل سره د تعامل د پراختیا په حال کې دی.

مطالب بیشتر:  خبری میز- د تهران او واشنګټن ترمنځ تازه نښتې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *