کابل؛ افاق خبري اژانس: له افغانستان سره د همکارۍ لپاره د روسیې د سوداګرۍ شورا مشر دیمیتري انتونوف ویلي، د مندلیف د دوراني جدول ټول عناصر د افغانستان په غرونو او خاوره کې دي، او په وینا یې کابل له روسي شرکتونو غوښتني څو د هېواد د فلزاتو، نفتي توکو د استخراج او د چاڼ د کوچنیو فابریکو جوړولو په برخو کې همکاري وکړي.
هغه زیاته کړې، د دغو سرچینو پراختیا کولای شي د افغانستان اقتصاد پیاوړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په انډول ساتلو کې مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې د لړم په ۲۱مه د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ یو روسي پلاوی کابل ته سفر وکړ، چې په ترڅ کې یې د کابل او مسکو ترمنځ د ۱۰۳میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
