د ایران او عمان ترمنځ د هرمز تنګي د خبرو د پرمختګ ترڅنګ د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ په اړه دواړو اړخونو تازه څرګندونې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وال سټریټ ژورنال سره په خبرو کې ویلي، له ایران سره جګړه پای ته رسوي، خو ترڅنګ به یې اقتصادي فشارونه دوام کوي، خو ایران له امریکا سره له خبرو انکار کړی دی.
«موږ یوازې په محدوده کچه له هغوی سره خبرې کوو او اوس مهال ایران څارو؛ هر څه به سم شي، هر څه تل سمېږي، دا د شطرنج د لوبې په څېر ده».
هاخوا بیا د امریکا پخواني دفاع وزیر مارک اسپر د هرمز په تړاو امریکا ته د ایران اېښي شرطونه ننګونکي بللي او دا یې د خبرو پر مهال د ایران د دریځ پیاوړتیا ښودلې ده.
مارک اسپر د امریکا د ځینو مهماتو، په ځانګړي ډول د توغندي ضد وسلو، د زېرمو کمېدو ته په اشارې ویلي چې د دغو کمښتونو جبران وخت نیسي.
«د امریکا د ځینو مهماتو، په ځانګړي ډول د توغندیو ضد وسلو، کمې شوې دي. د دغو کمښتونو جبران وخت نیسي او د تولید اوسنی زیاتوالی به په لنډ مهال کې د واشنګټن پر پوځي وړتیاوو د پام وړ اغېز ونه کړي».
ایراني چارواکو د ټرمپ د دغو څرګندونو ته مستقیم غبرګون نه دی ښودلی، خو له امریکا سره یې هر ډول خبرې رد کړې دي.
«موږ له امریکا سره مستقیمې خبرې نه کوو او تر هغه به خبرې اترې پیلوو، چې واشنګټن د جون په میاشت کې له لاسلیک شوې موقتي هوکړې سره سم عمل ونه کړي».
د ایران او امریکا ترمنځ د شرایطو پر سر اختلاف، په ځانګړي ډول د اقتصادي فشارونو د لېرې کولو څرنګوالی او د واشنګټن ژمنې، د خبرو اترو د پایلې ته رسېدو له مهمو خنډونو څخه دي. که اوسنی بنبست دوام وکړي، د کړکېچ او اقتصادي فشارونو د دوام ترڅنګ د سمندري تګ راتګ او هرمز تنګي د امنیت په اړه اندېښنې هم زیاتېدای شي. د وضعیت دوام ښايي د دیپلوماتیکو هڅو لاره لا ستونزمنه کړي او د دواړو لورو ترمنځ د بیا مخامخ کېدو خطر لوړ کړي.
