کابل؛ افاق خبري اژانس: د معیار او کیفیت ادارې د معیارونو او ودانیزو رمزونو د تدوین او ترویج ریاست، د درېیو تخنیکي پلاوو تخصصي ناسته کې، د دوا پاشۍ په ټانکۍ کې له کرنیزو درملو سره د ګډېدونکو مرستندویه توکو د معیاري اصطلاحاتو معیار نهايي کړی او له خوراکي توکو سره د تماس او انعطاف منونکو خنډونو لپاره د المونیمي الیاژ او زرورق (فویل) د مشخصاتو د معیار لومړۍ مسوده او د کانونو د تړل کېدو او کان کیندنې د ساحو د بیارغولو د لارښود معیار مسودې یې اروزولې دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د کان کیندنې د ساحو د بیارغولو د لارښود موخه، د کانونو د تړل کېدو پلان جوړونه، د اوبو، خاورې او هوا د ککړتیا مخنیوي او د بیا رغول شویو ځمکو د بیا کارولو لپاره د زمینې برابرولو دي.
