کابل؛ افاق خبري اژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ استازي عرفات جمال پر نړیواله ټولنه غږ کړی، څو له افغانستان او افغان کډوالو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، او ټینګار یې کړی چې له دې هېواد سره مرسته نه یوازې یو بشري عمل دی، بلکې د یوې باثباته نړۍ پر رامنځته کولو پانګونه ده.
جمال له یوې کوریايي رسنۍ (کوریا ټایمز) سره په مرکه کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې، له ۶.۵ میلیون څخه ډېر افغانان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې د هېواد د نفوس شاوخوا ۱۵ سلنه برخه جوړوي.
نوموړي زیاته کړې، ډېری راستنېدونکي د هویت اسنادو، سرپناه او د کار فرصتونو نشتوالي له ستونزو سره مخ دي، او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ هڅه کوي څو د هویت اسنادو، کور او د ژوند د اسانتیاوو برخو کې اړمنو کسانو ته مرستې برابرې کړي.
د هغه په خبره، د افغانستان جغرافیایي موقعیت او د چین، پاکستان او ایران په ګډون له اوو هېوادونو سره ګډې پولې د دې هېواد ثبات د سیمې لپاره یوه د اهمیت وړ موضوع ګرځولې ده.
