افغانستان او ایران د ګمرکي همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې

افغانستان او ایران د ګمرکي همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د مالیې وزیر محمد ناصر اخوند په تهران کې د ایران د اقتصاد او مالیې له وزیر مدني‌زاده سره لیدلي او د پانګونې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، سرحدي او ګمرکي مسایلو او دوه اړخیزو همکاریو اقتصادي کمېسیون پر فعالیت یې خبرې کړې دي.
د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر د افغان پلاوي هرکلی کړی او له افغانستان سره یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره لېوالتیا څرګنده کړې ده.
دواړو لورو همدارنګه د ګمرکي سیسټمونو پر نښلولو، د ګمرکي فعالیتونو ۲۴ ساعته کولو، په بندرونو کې د موټرو د تګ راتګ پر زیاتولو، د قاچاقي توکو د مخنیوي او ایران ته د افغان صادراتو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځ‌ته کولو هم هوکړه کړې ده.

مطالب بیشتر:  د کازان فورم په څنډو کې؛ افغان پلاوي د تاتارستان ولسمشر ته د پانګونې وړاندیز کړی

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *