د افغانستان او ایران ترمنځ د کرنیزو او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

د افغانستان او ایران ترمنځ د کرنیزو او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د مالیې وزیر او له ایران سره د دوه‌اړخیزو همکاریو د اقتصادي کمېسیون رئیس محمد ناصر اخوند، ایران ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د کرنې له وزیر غلام‌رضا نوري قزلجه سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې ایران ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو، د ګمرکونو پر ۲۴ ساعته فعالیت، د افغان سوداګرو د ستونزو پر حل، د قاچاق د مخنیوي او د ګډ اقتصادي کمېسیون د راتلونکې غونډې پر جوړېدو خبرې شوې دي.
د ایران د کرنې وزیر په کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې برخو کې له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا او د ګډې غونډې لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړی دی.

مطالب بیشتر:  ملا عبدالغني برادر ازبکستان ته په ځینو سترو پروژو کې د پانګونې بلنه ورکړه

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *