په جوزجان کې د ۴۰ مېګاواټه برېښنا توربین بیا فعال شو

په جوزجان کې د ۴۰ مېګاواټه برېښنا توربین بیا فعال شو

کابل؛ افاق خبري اژانس: په جوزجان کې د برېښنا د تولید او پراختیا د یوه خصوصي شرکت د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین بېرته فعال شوی دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند تېره ورځ د یاد توربین د بیاځلې فعالیت په پرانسته کې له پانګوالو غوښتي، چې د برېښنا او نورو سکټورونو کې پانګونه وکړي، او د هېواد په ابادۍ او خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځ‌ته کولو کې خپله ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې او صنعتي کېدو په لور ګامونه اخیستي او پانګوالو ته یې د پانګونې غوره او مناسب فرصتونه رامنځ‌ته کړي.

مطالب بیشتر:  د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره د ګډو اقتصادي برنامو د وروستي کېدو په پار، د افغانستان او ازبکستان بین الوزارتي ناسته

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *