افغانستان د شانګهای سازمان په ورزشي سیالیو کې ګډون کړی

افغانستان د شانګهای سازمان په ورزشي سیالیو کې ګډون کړی

کابل؛ افاق خبري اژانس: د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس احمدالله وثیق د شانګهای همکاریو سازمان د ورزشي سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې برخه اخیستې ده. نوموړی زیاتوي، وثیق د دغو مراسمو په څنډه کې د روسیې د ورزش له وزیر او یو شمېر نورو مسوولینو سره په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ  د ورزشي اړیکو د پیاوړتیا، ګډو همکاریو او د تجربو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، د افغانستان د جودو فدراسيون دری تنه ورزشکارانو هم په دې سیالیو کې ګدون کړی دی.

په یادو ورزشي سياليو کې د ۲۲ هېوادونو ۲زرو ورزشکاران ګډون لري.

مطالب بیشتر:  د ګانا- پاناما د لوبې لنډیز | د ۲۰۲۶ نړیوال جام + ویډیو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *