اسلام اباد کې د افغانستان له ګډون پرته د ایکو سرمشریزه ترسره کېږي

اسلام اباد کې د افغانستان له ګډون پرته د ایکو سرمشریزه ترسره کېږي

کابل؛ افاق خبري اژانس: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه هېواد به د دوه ورځو لپاره د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د وزیرانو شورا د 30مې غونډې کوربه‌توب سبا د نومبر په ۱۵مه د اسلامي امارت د استازي له ګډون پرته وکړي.

د پاکستان نېشن ورځپاڼې د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله ویلي، اسلام اباد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا له کبله د اسلامي امارت استازو ته بلنه نه ده ورکړې.

ټاکل شوې، په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پراختیا، ټرانسپورټي اتصال، اقتصادي همکارۍ او ټرانزیټي لارو په اړه بحث وشي.

د جغرافیایي موقعیت له امله د منځنۍ اسیا او پاکستان سره د لارو له امله دا غونډه د افغانستان لپاره ځانګړې اهمیت لري. په سیمه‌ییزو سوداګریزو او ټرانزیټ خبرو اترو کې د افغانستان نشتوالی کولای شي د سیمه‌ییزو اقتصادي اتصال پورې اړوند پریکړو کې د مستقیم ګډون فرصت محدود کړي.

پاکستان د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره په دوره‌یي ډول د ایکو سازمان مشري کوي او د سیمه‌ییزو اتصال او اقتصادي ادغام پیاوړتیا یې د دې دورې لپاره لومړیتوبونه بللی دی.

مطالب بیشتر:  ټرمپ: د پاکستان په همکارۍ مو پر کابل هوایي ډګر د برید اصلي طراح نیولی

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *