کابل؛ افاق خبري اژانس: د ۲۱۵عزم قول اردو مسوولین وايي، سرحدي ځواکونو د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له پاکستان څخه د درملو د پاکټونو، جعلي لېبلونو او ټاپو د قاچاق مخه نیولې ده.
سرچینه زیاتوي، یاد لېبلونه او ټاپې له پاکستان څخه په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کېدل، چې په تړاو یې یو شکمن کس نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د درملو جعلي لېبلونو او ټاپې کولای شي د درملو په بسته بندۍ کې د درغلۍ لپاره زمینه برابره کړي؛ له همدې امله، د درملو د اعتبار د څارنې په برخه کې د داسې توکو د قاچاق مخنیوی مهم دی.
