نورستان کې ۲۴ کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

نورستان کې ۲۴ کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل؛ افاق خبري اژانس: د نورستان د برګمټال ولسوالۍ د مرکز او اټټي کلي ترمنځ د ۲۴ کیلومتره سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه ولایت د والي ویاند فریدون صمیم وايي، یاد سړک، د سرحدي ولسوالیو د ځانګړو پروژو په چوکاټ کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې شپږ متره پلنوالی لري.

د دغه سړک پرانیستې پر مهال د برګمټال ولسوال محمد طاهر حنفي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له پلاوي سره د یادې ولسوالۍ بېلابېلې اړتیاووې هم شریکې کړې، او دغه پلاوي د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
بلخوا، د سیمې اوسېدونکو د دغه سړک له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د دې لارې په جوړېدو سره به یې د تګ راتګ پرمهال ګڼې ستونزې هوارې شي.

مطالب بیشتر:  د سرپرست حکومت په ځینو ادارو کې تازه ګومارنې شوې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *