کابل؛ افاق خبري اژانس: د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه (ISPR) وايي، د بلوچستان په بېلابېلو سیمو او د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو پر مهال څلور پاکستاني پوځیان او ۲۴ وسلهوال وژل شوي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په وژل شویو وسلهوالو کې اته کسان د بلوچستان په کولپور سیمه او ۱۶ نور د شمالي وزیرستان د میرعلي او دتهخېل سیمو کې د نښتو پر مهال وژل شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي، په بلوچستان کې د عملیاتو پر مهال د وسلهوالو له لوري پر پوځي موټرو د بېپیلوټه الوتکو برید هم شوی، چې له امله یې د دوه پوځیان وژل او دوه نور هم په شمالي وزیرستان کې وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په خبیرپښتوخوا او بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو او وسلهوالو ډلو ترمنځ نښتې زیاتې شوې چې له امله یې په سلګونه پاکستاني ځواکونه وژل شوي دي.
