کابل؛ افاق خبري اژانس: د بدخشان د سرو زرو په یوه کان کې د واورې ښوېدنې له امله دوه کارګر وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي، دا پیښه پرون شنبه د دغه ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ په اندراب سیمه کې هغه وخت رامنځته شوې، چې یو شمېر کارګران د سرو زرو په کان کې پر کار بوخت وو.
نوموړي زیاته کړې، د پېښې ټپیان او جسدونه نن د هلیکوپټرۍ په واسطه د بدخشان مرکز فیض اباد ښار ته لېږدول شوي دي.
دا پېښه یو ځل بیا د واورې ښوېدنې ګواښونه او د بدخشان په غرنیو سیمو کې د کار کولو ستونزې په ګوته کوي.
