کندهار کې د انار ګل نندارتون جوړ شوی

کندهار کې د انار ګل نندارتون جوړ شوی

کابل؛ افاق خبري اژانس: په کندهار کې د انار ګل په نوم د کورنيو توليداتو دری ورځنی نندارتون پرانستل شو، چې له بېلابيلو ولايتونو څخه په‌کې سلو شرکتونو برخه اخيستې ده.

مسوولين وایي، په دغه نندارتون کې د کندهار، هلمند، کابل، ننګرهار، غزني، بلخ، فراه، هرات او یو شمېر نورو ولايتونو شرکتونو برخه اخيستې، او بېلابېل خوراکي توکي، پوښاک، صنعتي مواد او یو شمېر تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د دغه نندارتون ګډونوال وایي، دغه ډول نندارتونونه کولای شي، په هېواد کې د داخلي توليداتو په وده کې مهم ونډه ولري. دوی وایي، که دغه ډول نندارتونونه ډېر شي نو خلک به له کورنیو تولیداتو ګټه اخیستنې ته وهڅول شي.

ګډونوال په نندارتونونو کې د تبلغاتو برخې د قوي کولو غوښتنه هم کوي، څو خلک مخکې له مخکې خبر او نندارتون کې برخه واخلي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال هم په دغه ولایت کې د انار ګل په نوم د کورنیو تولیداتو لومړی نندارتون جوړ شوی و.

مطالب بیشتر:  د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا هڅې؛ ایران به له افغانستانه واردات زیات کړي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *