اریانا د کابل او استانبول ترمنځ د کارګو خدمات پیل کړل

اریانا د کابل او استانبول ترمنځ د کارګو خدمات پیل کړل

کابل؛ افاق خبري اژانس: اریانا افغان هوايي شرکت د کابل–استانبول–کابل ترمنځ د کارګو خدمات پیل کړل.
دغه شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا اقدام د صادراتو او وارداتو د اسانتیا او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ترسره شوی دی.
سرچینه زیاتوي، د کابل–استانبول–کابل ترمنځ د کارګو خدماتو له پیل سره به سوداګر وکولای شي خپل سوداګریز توکي په چټکه، اسانه او ارزانه توګه د دواړو ښارونو ترمنځ ولېږدوي.

مطالب بیشتر:  سیمه‌ییزو پروژو کې د افغانستان پر ادغام د ازبکستان ټینګار

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *