سیمه‌ییزو پروژو کې د افغانستان پر ادغام د ازبکستان ټینګار

سیمه‌ییزو پروژو کې د افغانستان پر ادغام د ازبکستان ټینګار

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشف، یاد هېواد کې د ناروې له سفیر سره لیدنه کې افغانستان سره د همکاریو په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د منظمو خبرو اترو پر دوام، د سیمه‌ییز تګلارې په برخه کې د ازبکستان پر رول او د سیمې په اقتصادي پروژو کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق په دې اړه زیاتوي: «د ناروې سفیر او د ازبکستان د ځانګړي استازي ترمنځ لیدنې او خبرې ښيي چې د افغانستان موضوع لا هم په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د پام وړ ده او له نړۍوالې ټولنې سره د دغه هېواد د یوځای کېدو بهیر روان دی. د افغانستان راتلونکی یوازې په څو محدودو هېوادونو پورې تړلی نه دی، بلکې د سیمې، مرکزي آسیا او اروپایي ټولنې د هېوادونو پراخې همکارۍ ته اړتیا لري.»

د چارو شنونکي دا ډول لیدنې مثبتې ارزوي او په خبره یې، دا ډول ناستې ولاړې کولی شي، د افغانستان او سیمې د ثبات په برخه کې د لوېدیځو هېوادونو د همکاریو پام راواړوي.

د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک په دې اړه آفاق خبري اژانس سره خبرو کې زیاتوي: «ازبکستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د خبرو اترو له لارې کولی شي د یوه مهم پله رول ولوبوي او په افغانستان کې د سوداګرۍ پراختیا کې مرسته وکړي. دا بهیر د اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا سره سیمه‌ییز اتصال لا منسجموي او پر یوه هېواد د افغانستان اقتصادي تکیه راکموي.»

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د ازبکستان او افغانستان اړیکې ښې شوې دي. تاشکند هڅه کوي چې د منظم تعامل په ساتلو سره، افغانستان د یوه مهم سیمه‌ییز اتصال په توګه وکاروي او په عین وخت کې خپل سرحدي ثبات او اقتصادي امنیت هم پیاوړی کړي.

مطالب بیشتر:  د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بندیدو زیانونه؛ پاکستاني لوري میلیاردونه ډالره زیان کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *