د غزې د نفوس ۶۷سلنه برخه د لوږې له بحران سره مخ ده

د غزې د نفوس ۶۷سلنه برخه د لوږې له بحران سره مخ ده

کابل؛ افاق خبري اژانس: ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، سره له دې چې د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې له اوربند راهیسې غزې ته د بشري مرستو په برخه کې نسبي پرمختګ شوی، خو لا هم د سیمې ۶۷ سلنه نفوس د لوږې له بحران سره مخ دی.

اسوشیټیډ پریس د ملګرو ملتونو د بشري ادارو له قوله راپور ورکړی، چې بشري مرستو په فلسطیني سیمو کې د لوږې کچه یوه درجه راټیټه کړې، خو لا هم په غزه کې د بشري مرستو رسولو وضعیت نازکې دي او بشري اړتیاووې ډېرې دي.

راپور زیاتوي، په لویدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي، د اقتصادي وضعیت خرابېدو او د بشري مرستو د کمښت له امله ښايي د خوړو ناامني نوره هم شدیده شي.

راپور د فلسطینیانو پر وړاندې د اسراییلي مېشتو تاوتریخوالی، د لویدیځې غاړې د کړکېچ د لا زیاتېدو یو مهم لامل بللی دی.

مطالب بیشتر:  د تهران او واشنګټن کړکېچ؛ د ټرمپ هیله‌مندي او د پزشکیان شرطونه

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *