د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) د ایران د پوځ له قوله راپور ورکړی چې دغه هېواد د (صاعقه) عملیاتو د ۱۴م پړاو په ترڅ کې په اردن او کوېټ کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي دي.
د راپور له مخې، ایراني بېپیلوټه الوتکو د اردن په الازرق پوځي اډه کې د سونتوکو زېرمې په نښه کړې دي.
همداراز ویل شوي چې دغو بېپیلوټه الوتکو د کوېټ په (العدیري) کمپ کې د مهماتو زېرمه او د (عليالسالم) هوايي اډې د قوماندانۍ ودانۍ، د مهماتو زېرمې او پلونه هم په نښه کړي دي.
ایران ویلي، دغه بریدونه یې د امریکا له لوري پر خپلې خاورې د ترسره شویو بریدونو په غبرګون کې کړي دي.
د ایران انقلابي ځواک سپاه پاسداران ویلي، هغه هېوادونه به خوندي پاتې نه شي چې د امریکايي ځواکونو کوربهتوب کوي.
«په عریفجان کې د امریکايي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو مرکز او د عليالسالم اډې رادار ویجاړ شول. هغه هېوادونه چې د امریکا سرتېرو ته یې کوربهتوب ورکړی، باید د متقابل ځواب لپاره چمتووالی ولري».
د دې ترڅنګ، د ایران بهرنیو چارو وزارت هم پر ایران د امریکايي بریدونو غندنه کړې او د ملکي وګړو وژنې ته په اشارې یې هغه «جګړهییز جنایت» بللی دی.
«امریکا د ځواک د ښودلو په موخه ملکي زیربناوې او استوګنیزې سیمې په نښه کړې دي، دا بریدونه یو جګړهییز جنایت دی. په دغو بریدونو کې اته کسان، چې څلور ښځې او څلور نارینه دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ایران ملت د پوځي تېري پر وړاندې تر بل هر وخت ډېر متحد او هوډمن دی».
هاخوا بیا د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) هم پر ایران د تازه هوايي بریدونو د پیل او دوام خبر ورکړی دی.
«سنټکام د ولسمشر د لارښوونې له مخې ایران ځوابویلو ته اړ کوي او د ایران پر بندرونو د سمندري محاصرې د بشپړ پلي کولو لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي».
د تهران او واشنګټن ترمنځ د اسلاماباد له هوکړې څخه پرلهپسې سرغړونې د دې لامل شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ یو ځل بیا جګړه پیل شي.
روانې جګړې د هرمز تنګي، د سیمې د پوځي اډو او نړیوالې سوداګرۍ پر وضعیت هم اغېز ښندلی، چې په نړیوال بازار کې د سونتوکو د بیو لوړېدل یې لویه بېلګه بلل کېږي.
