له خبرو اترو تر جګړې؛ د تهران او واشنګټن د اوربند وروستي ساعتونه

له خبرو اترو تر جګړې؛ د تهران او واشنګټن د اوربند وروستي ساعتونه

آفاق خبري آژانس سره د «سپس» په خپرونه کې، کوربه یوسف خان لالي له درېیو سیاسي شنونکو؛ روح‌الله هوتک، عبیدالله بهیر او عیسی اسحاق‌زي سره د ایران او امریکا ترمنځ پر روانو کړکېچونو بحث کړی دی.
د خپرونې په پیل کې د بحث اساسي پوښتنې مطرح شوې:
ایا د تهران او واشنګټن ترمنځ اوربند به دوام وکړي؟ او ایا ایران به یو ځل بیا خبرو اترو ته چمتو شي؟
د خپرونې په لومړۍ برخه کې، روح‌الله هوتک د امریکا او ایران ترمنځ مذاکراتو ته په اشارې سره وویل چې یو پېچلی او مبهم وضعیت شتون لري. نوموړي زیاته کړه، که دا ځل د واشنګټن او تهران ترمنځ مذاکرات پیل شي او له ناکامۍ سره مخ شي، نو د سختو بریدونو امکان شته او د سیمې وضعیت به له بحراني حالت سره مخ شي.
هغه همداراز وویل، امریکا هڅه کوي د محاصرې له لارې پر ایران فشار زیات کړي، څو خپلې غوښتنې پرې ومني. د نوموړي په وینا، واشنګټن غواړي جګړه په سیمه کې پراخه کړي، د خلیج هېوادونه په جګړه کې ښکېل وساتي او په دې توګه هم خپلې وسلې وپلوري او هم خپل اقتصاد پیاوړی کړي.
د خپرونې په جریان کې، عبیدالله بهیر د اوربند په اړه وویل چې وړاندوینه یې سخته ده چې دا به دوام وکړي که نه. نوموړي زیاته کړه، امریکا څو ځله له اوربند سره موافقه کړې، خو بیا یې نقض کړې ده. بهیر وویل چې ټرمپ جنګي اقدامات ترسره کوي او ورباندې ویاړي، او په نړۍ کې داسې ځواک نشته چې د هغه د کړنو مخه ونیسي.
د نوموړي په باور، د دې سیاستونو له امله د لویدیځ ځواک کمزوری شوی، ناټو له اختلاف سره مخ شوې او د امریکا حیثیت په سیمه کې زیانمن شوی دی. هغه دا هم وویل چې واشنګټن هڅه کوي، لکه څنګه چې یې له افغانستانه ځان وایست، له ایران څخه هم ووځي.
د خپرونې په بله برخه کې، عیسی اسحاق‌زي وویل چې ایران په سیمه کې له ماتې سره مخ دی او لوړپوړي چارواکي یې د امریکا په بریدونو کې وژل شوي، چې له امله یې د تهران ځواک کمزوری شوی دی.
د نوموړي د دغو څرګندونو په غبرګون کې، روح‌الله هوتک وویل چې که څه هم امریکا له ټکنالوژۍ پلوه قوي ده، خو نورې اړتیاوې لري، لکه د هرمز تنګي د لارې د تیلو لېږد، چې حتی واشنګټن ورته اړتیا لري.
هوتک زیاته کړه، امریکا هغه هېواد دی چې د ملګرو ملتونو قوانین تر پښو لاندې کوي او د دې کړنو له امله یې نړیوال حیثیت تر پوښتنې لاندې راغلی. د هغه په وینا، امریکا اوس له اقتصادي ستونزو سره هم مخ ده او په سیمه کې د ایران پر وړاندې له جدي ننګونو سره مخامخ ده.
د خپرونې په وروستۍ برخه کې، عبیدالله بهیر وویل چې د ایران پر وړاندې د امریکا اقتصادي موقف کمزوری شوی او نړیوال بازارونه هم له بې‌ثباتۍ سره مخ دي. نوموړي ټینګار وکړ، که واشنګټن جګړه وغځوي، نو په ډېر لوړ قیمت به ورته تمامه شي. د هغه په وینا، دا جګړه د اسراییلو د فشارونو له امله پیل شوې او اوس امریکا د وتلو اسانه لار نه لري.

مطالب بیشتر:  جرګه او جګړه؛ اسلام‌آباد د څه په لټه کې دی؟

پایله:
په ټوله کې، د بحث ګډونوالو نظرونه ښيي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا هم پېچلی او نامعلوم دی. د اوربند دوام له شک سره مخ دی، د مذاکراتو راتلونکی مبهم ښکاري او که سیاسي حل رامنځته نه شي، نو د سیمې د لا بې‌ثباتۍ او احتمالي پراخې شخړې خطر زیاتېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *