د دولس لوبډلو ترمنځ د ساحلي واليبال شپږم پړاو سيالۍ پای ته رسېدلې

د دولس لوبډلو ترمنځ د ساحلي واليبال شپږم پړاو سيالۍ پای ته رسېدلې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د واليبال ملي فدراسیون له لوري د دولس لوبډلو ترمنځ د ساحلي واليبال شپږم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ، د نورالرحمن ترخيل «الف» لوبډلې په اتلولۍ پای ته رسېدلې.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، د دې سياليو پايلوبه د نورالرحمن ترخيل «الف» او اتفاق تره‌خيل لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې نورالرحمن  تره‌خيل «الف» لوبډلې، خپلې سیالې لوبډلې ته ۲ پر صفر ماتې ورکړې ده.

سرچینه زیاتوي، په دې سياليو کې نورالرحمن ترخيل «الف» لوبډلې لومړی مقام، اتفاق تره‌خيل لوبډلې دويم مقام او اتحاد «ب» لوبډلې درېيم مقام ګټلی دی.

مطالب بیشتر:  د انګلستان او کانګو د لوبې لنډیز | د ۲۰۲۶ نړیوال جام + ویډیو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *