کابل؛ افاق خبري اژانس: د نورستان په برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې د ۳۵.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو دوه پروژې بشپړې او ګټه اخیستنې ته سپارل شوې؛ د ځایي اوسېدونکو په وینا، د دغو پروژو په پلي کېدو سره د ولسوالۍ بازار ته د تګ راتګ وخت له دریو ساعتونو څخه شاوخوا نیم ساعت ته راټیټ شوی دی.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په یوه پروژو کې د ۲۵ کیلومتره خام سړک جوړول، د ۵۲ پلچکونو جوړول او د برګمټال ولسوالۍ په اتته سیمه کې د سړک غځول شامل وو، چې ۲۹.۵ میلیونه افغانۍ لګښت پر راغلی دی.
په دوهمه پروژه کې بیا د کامدیش ولسوالۍ په کوشتوز سیمه کې د ۵.۹ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه نیم کیلومتره سړک جوړ شوی دی.
د دې سیمو اوسېدونکو د پروژو د پلي کېدو هرکلی کړی او د نورستان په لرې پرتو سیمو کې یې د روغتیا خدماتو، برېښنا او تعلیمي مرکزونو جوړولو ته د حکومت د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې.
